برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

صهیونیسټ رژیم په لویدیځه غاړه کښې یو جومات وران کړ

آریانانیوز: صهیونیسټ رژیم په یوه نوی جنایت کښې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې یو جومات او یو کور وران کړ.


دا جومات او کور د بیت المقدس په جنوب ختیځ کې د دې ادعا له مخې ویجاړ شوی چې د جوړولو اجازه یې نه درلوده.

د فلسطین د «وفا» خبري اژانس د راپور له مخې صهیونیسټي پوځیانو د «ام سعید» په سیمه چې د« بیت فجار» او «مرح معلا» د دوو کلیو په منځ کې موقعیت لري، برید وکړ او یو مسجد یې چې د یوه فلسطینی په ځمکه جوړ شوی وو، ویجاړ کړ.

صهیونیسټانو پر دغه جومات سربیره په بیت تمار کلي کښې د چترۍ د خرڅولو یو کوچنی کور هم وران کړ.

د صهیونیسټانو دغه جنایت په داسې حال کښې کیږي چې د ملګرو ملتو خپلواکه کارپوهانو د تیرې فبرورۍ په میاشت کښې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو له خوا په لویدیځه غاړه کښې د فلسطیني ودانیو د هدفي ویجاړولو په وړاندې اقدام وکړي.

شریک یي کړئ!