برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکابیت المقدس ته دخپل سفارت په منتقلولو سره نړیوال اصول تر پښولاندی کول دی

دننګرهار پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی استاد او دمینځنی ختیځ دچارو شناندی منګل شیرزاد په ننګرهار کې دیوی په ترځ کې ووئیل ، د ملګرو ملتونود عمومی اسمبلۍ دپریکړې له مخې بیت المقدس د فلسطینیانو خاوره او پایتخت په توګه په رسمیت پیژندل شوی ،خو اسرایئلو د امریکا په چورلټ ملاتړسره د مسلمانانو دغه لومړنۍ قیبله نیولې او اوس امریکا بیت المقدس ته دخپل سفارت پر لیږد سره ، نه یوازی داچی ټول نړیوال اصول تر پښو لاندی کړل، بلکی یوه ستره تیروتنه یی هم وکړه.
منګل شیرزاد د بشری حقونو نړیوالې موسسې ،د بشر نه ،بلکی د امریکا د ګټو ساتونکی وبللې او وې ویل چیرته چی دامریکا ګټی په خطرې کې وی ،ټوله نړۍ یی په سر اخیستی وی، خو هلته چې دامریکا ګټو ته زیان نه رسیږی ،بیا پر بشر د هر ډول ظلمونو پر وړاندی چُپه خوله وی .هغه وویل کوم ظلمونه چی اسرایئل ئی له مظلومو او بی وزله فلسطینیانو سره کوی، دبشری حقوقو ښکاره تیری ګڼل کیږی.دغه افغان شناندی همدا راز پر اسلامی هیوادونو په تیره بیا پر سعودی عربستان چې د اسلامی نړۍ یو مرکز دی ، نیوکه وکړه چې دامریکا ددی څرګندو سرغړونو پر وړاندی یی هیڅ غبرګون ونه ښود .هغه ویل د سعودی عربستان اوسنۍ مشرتابه نور په هغه دریځ کې نه دی چې دامریکا د ګټو پر وړاندی ودریږی او داسلامی نړۍ په تیره بیا د مظلومو فلسطینیانو دحق او حقوقو خبره وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي