برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بیت المقدس بیت المقدس

چې عربي مانا یې (پاک کور) دی ارپایي ژبه کې ورته یروشلم وایي دا لومړی ځل نه دی چې په فلسطینیانو د یهودو له خوا ظلم او بیت المقدس نیول کیږي دغو کفارو دا ظلمونه بار بار کړېدي.


په ۱۰۹۹ اول صلیبي جنګ کې بیت المقدس صلیبیانو ونیوو او اویا زره ۷۰۰۰ مسلمانان یې په ډېره بې رحمانه توګه په شهادت ورسول او بیا په ۱۱۸۷ سلطان صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو څخه ونیوو خو صلیبیان یې وبخښل یعنې په کار داسې وه چې سلطان باید ټول محاصره شوې یهود داسې په بې رحمانه توګه وژلې وای لکه څنګه چې یهودو نصاراوو ۷۰۰۰۰ مسلمانان په شهادت ورسول.
په ۱۹۱۷دسمبر لومړي جنګ کې فلسطین او بیت المقدس انګریزانو ونیوو یهودانو ته یې د ابادیدو اجازه ور کړه ددې نه وروسته یهودو او نصاراوو پلان جوړ کړ چې په ۱۹۴۷ ع کال کې فلسطین د عربو او یهودو تر منځ وویشل شو چې دا دی بالاخیره بیت المقدس د یهودي وړوکې فرعون ټرامپ له خوا په ۲۰۱۷ ددسمبر په ۶ نیټه د اسرایلو پلازمینه اعلان کړو.
که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ هیوادونو د وړوکې فرعون دا پرېکړه ونه منله خو بیا هم دوی په ډېرو سپینو سترګو او وحشیانه ډول دادی په ۲۰۱۸/۵/۱۴ / ۱۳۹۷/۲/۲۴ تاریخ امریکایي سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ ، یهود او نصارا په خپلو کې سره جشنونه نیسي، فلسطینیان سوله یز لاریون کوي او فرعونیان یې د ټولې نړۍ بالخصوص داسلامي هیوادونو په وړاندې په بې رحمانه مرګونو په شهادت رسوي.
ایا ترهګري همدا نه ده؟ ایا حقوق بشر دغه دي؟
که تېر تاریخ ته نظر واچوو بیا هم ظلم دوی کفارو او منافقینو کړی دی، مسلمانانو ته که په محاصره کې هم راغلې دي بیا یې هم بخښلې دي، پاتې شوه د بیت المقدس یعنې د پاک کور خبره که اسلامي نړۍ په دې سترګې پټې کړې چې بیت المقدس یې وړیا ور ایله کړ نو بیا به یوه ورځ دا فرعونیان زمونږ د اوسنۍ قبلې نه هم راتاو وي او بهانې به جوړوي لکه په فلسطین چې راتاو شول.
مونږ تاسې ګورو هم چې د سعودي اوسنی پاچا ولیهعد یې پر خپل طرف روان کړیدی، خو اسلامي نړۍ د داسې منکره نه پاتې کیږي، دې کې شک نشته چې بیت المقدس د ۲ هجري مطابق ۶۲۴ کال پورې د مسلمانانو لومړۍ قبله وه او حضرت محمد ص له همدې ځایه په ۶۲۰ ع کال معراج ته تللی وو د حضرت عمر فاروق رض په دوره کې هم د عیسایانو سره تړون وشو چې بیت المقدس د مسلمانانو تر واک لاندې راغی، نو که اسلامي نړۍ په دې سره سره سترګې پټې کړي لویه تېر وتنه به وکړي داسې تېروتنه چې هم به الله ج ته ټیټې سترګې وي هم به خپلو ولسونو ته.
پاتې دي نه وي که په بیت المقدس ورتېر شي نو اسلامي نړۍ د پوی شي چې لار پرې تېره شوه. دې باندې خو پوهیږو چې دا یهود بیا د چا په حریم نه دې تړلې او یوه ورځ به د حریم نه هم ورتېریږي، نو دا بیا معلومه شوه چې په لومړۍ قبله باندې غلې شول د اوسنۍ قبلې به څه دفاع وکړي او الله چې ویلې دي چې زه خپل دین اسلام په خپله ساتم، لنډ مثال یې هغه د ابابیل مرغان دي ،که څه هم چې ټوله اسلامي او غیر اسلامي نړۍ په دې پوهیږي او پوی شول چې ترهګري، وحشت داد چا کار دی خو بیا هم غلې پاتې دي، داسې هم نه ده چې فرعونیان په ښکاره ډول اسلامي نړۍ ته چلنج نه ورکوي ښکاره مثال یې بیت المقدس دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي