برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال غندنه

دپنجشنبی ّ په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د امریکا له لوري هغه یو طرفه اقدام وغندل شو چې له مخې يې خپل سفارت تل ابیب څخه د بیت المقدس ښار ته انتقال کړ.



په دغه غونډه کې چې خلاصون لاري عالي شورا له خوا را بلل شوې وه، د کابل ښار علماوو او مخورو مشرانو ګډون پکښي کړی وو، د امریکا دغه عمل وغندل شو او لاندي پریکړه لیک یې نن ټکی اسیا ته رسیدلی چې کټ مټ یې نشر ته سپارو:

خبري اعلامیه
د بېړني خپراوي لپاره
پنجشنبه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۷ (۳۱ می، ۲۰۱۸)
کابل
بیت المقدس د اولوالعزمو رسولانو او اسماني ادیانو مهد او د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، د ټولو مسلمانانو سپېڅلی مذهبي مرکز دی، ځکه مسلمانان په ټولو نبیانو عليهم السلام او اسماني ادیانو برابر معتقد دي او اسلام او مسلمانان د دې مقدساتو ریښتوني پالونکي او ساتونکي دي او پر ابراهیم، یعقوب، موسی، عیسی او نورو انبیاوو علیهم وعلی نبینا افضل الصلاة والسلام برابر ایمان لري.
بیت المقدس د عمر رضي الله عنه په دور او حضور کې فتحه شو، چې له همدې نېټې بیا د راشده خلافت، اموي، عباسي او عثماني خلافتونو په اوږده دوران کې د اسلامي خلافت او قلمرو برخه وه او هلته د ټولو ادیانو او زائرینو لپاره برابرې اسانتیاوې موجودې وې.
په ۱۹۴۸میلادی کال، هغه مهال، چې فرانسوي او انګریزي ښکیلاکګرو د خپلې شرمېدلې ماتې د جبران او د راتلونکې نفوذ په موخه د یوې سترې توطیې له مخې په منځنی ختیځ کې د یهودي دین په نوم د اسرائیلو د صهیونیستي جنایت کارانو لپاره تش په نامه دولت رامنځ ته کړ، چې له همغې نېټې تر اوسه په عربي او اسلامي نړۍ کې د بشریت په وړاندې د پراخو، منظمو او سیستماتیکو توطیو له مخې د جنایتونو، نسل وژنو، تفرقه اچولو، کرکو خپرولو او سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنګي تروريزم لومې خپروي.
دا چې د امریکا د متحده ایالتونو اوسني ولسمشر ډونالد ټرامپ د ملګرو ملتونو د منشور او ټولو نړیوالو او بشري تړونونو، معاهدو، موازینو او لوړو انساني او سیاسي ارزښتوتو خلاف د خپل بربریت او دولتي ترهګرۍ پر مټ د اسرائیلو لپاره خپل سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقالوي.
موږ د افغانستان د غیرتي او مسلمان ولس په استازولۍ د سپېڅلو علماوو، سیاسي او جهادي تنظیمونو، ملي شوراګانو، او مدني، علمي او فرهنګي قشرونو او پرګنو په استازیتوب، ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو مدافعو نړیوالو سازمانونو ته اعلانوو، چې:
1. د بیت المقدس او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د دفاع او ګټلو په پار، موږ افغان ولس د فلسطین د مسلمان او مجاهد ولس د اویا کلنې مبارزې او جهاد ملاتړي یوو او ورسره په هر وخت او هر ډول شرائطو کې ځان شریک او یو ځای بولو.
2. د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرامپ، په جبر او دولتي ترهګرۍ ولاړه پرېکړه، چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکايي سفارت لېږد دی، په کلکو ټکو غندو او د زور او جبر دا کړنه يې په نړۍ کې د تمدنونو او ملتونو د ټکر توطیه ګرانه پیلامه بولو، او د عاجل مخنيوي غوښته يې کوو.
3. موږ په ملګرو ملتونو کې د ۱۳۶ دولتونو لخوا د فلسطینیانو د داعيې د ملاتړ قدردانی کوو، او په ټولو نړیوالو سازمانونو او دولتونو جدي غږ کوو، چې د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي او تجاوز په وړاندې چوپ پاتې نه شي او له فلسطینیانو سره د انساني خواخوږۍ له مخې کلک ودرېږي.
4. د افغانستان د دولت لخوا د ډونالډ ټرمپ د یادې بې باکانه پرېکړې د غندنې سربېره، موږ په کابل کې د فلسطین سفارت او فرهنګي خونې د بیا احیاء او پرانیستلو جدي غوښتنه کوو.
5. د افغانستان له دولت څخه غواړو، چې له خپله اړخه د امریکایانو د یاد جبر او نه بخښونکي ظلم په وړاندې د افغان ولس جدي غبرګون او کرکه، په کابل کې د امریکا سفارت ته وړاندې کړي.
سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي