برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي محکمې د دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه

آریانانیوز: د سعودي لویې څارنوالۍ د مشهور دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې.


د سعودي سرچینو او د ښاغلي العوده کورنۍ د وینا په اساس تېره ورځ په پلازمینه ریاض کې د نوموړي د سري محاکمې په لومړۍ ناسته کې د هغه د اعدام غوښتنه شوې.
په هغه ۳۷ تورونه لګول شوي او «د واکمن نظام په مخالفت او په نظام کې د بدلون په غوښتلو» تورن شوی. دغه راز د «ترهګرۍ» او له «ترهګرو» ډلو سره د اړیکو تور هم ورپورې دی.
د سلمان العوده زوی (عبدالله) ویلي چې په پلار یې د لګېدلو تورونو له جملې څخه دا تورونه هم دي چې په ټویټر کې يې د واکمن نظام کړنې نقد کړي او په کویټ یې کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دفاع تنظیم تاسیس کړی.
د سعودي حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې سیاسي یا غیر سیاسي تنظیم، ګوند، ټولنه، بنسټ یا مستقله اداره ایجاد کړي.
شیخ سلمان العوده د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر میاشت کې څو ساعته وروسته تر هغه ونیول شو چې په ټویټر کې يې د سعودي او قطر ترمینځ جوړجاړي ته خوښي څرګنده کړې وه. خو داسې باورونه هم شته چې نوموړي د واکمن نظام له هغسې ستاینې ډډه کوله چې واکمنو ترې غوښتل، نو ځکه ونیول شو.
په تېر څه د پاسه یو کال کې نوموړی له هغو قانوني حقوقو بې برخې ساتل شوی، چې د بند او محاکمې په موده کې بندي ته ورکول کیږي.
شیخ سلمان العوده ۶۱ کاله عمر لري. نوموړی د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې غړی دی او په فقه، تفسیر، سیرت، عقیدې او بېلابېلو ټولنیزو موضوعګانو کې یې تر ۶۰ زیات کتابونه لیکلي او په اسلامي نړۍ کې له معتبرو علماوو څخه ګڼل کیږي.
رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۷ په جنوري کې په یوه راپور کې ویلي و چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان یوه ستراتیژې ترتیب کړې چې له مخې به یې د هغو علماوو مخه ډب کیږي چې ښايي د حکومت په تګلارو نیوکه وکړي.
ویل کیږي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې د حکومت د مخالفو دیني علماوو او داعیانو شمېر زرګونو ته رسیږي، چې ځینې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي. سعودي چارواکو یوازې په تېر یوه کال کې ۸۰ تنه دیني علماء، داعیان او دیني شخصیتونه، چې د حکومت وروستي سیاستونه یې نه تاییدول، زندان ته اچولي.
د تير اګست په لومړیو کې د سعودي یو حکومت پلوي سلفي عالم (عبدالعزیز الریس) عالم ویلي و، که حاکم یا پاچا نیم ساعت پرلپسې په تلویزون کې په ژوندۍ بڼه زنا وکړي، هم څوک به یې په مخ کې نه دریږي. له دې پیښې څو اونۍ وروسته د مکې مکرمې د حرم شریف امام او خطیب (شیخ صالح آل طالب) د جمعې په خطبه کې د منکراتو په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر څوک ګناه کوي، مخنیوی یې واجب دی. له دې خطبې وروسته سعودي چارواکو د حرم شریف نوموړی امام ونیوه او تر اوسه په زندان کې پروت دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي