برخه -څانګه : accidents, politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي رژيم د نيوکه کونکي خبريال قاتل

آریانانیوز: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ترکيې د پوليسو په نقل سره رپوټ ورکړ، سعودي مامورانو مشهور عرب خبريال او نيوکه کونکے جمال خاشقچي له مخکې نه په جوړ شوي پلان سره قتل کړ.



په دغه رپوټ کښې راغلي دي، د ترکيې پوليس دې نتيجې ته رسېدلي دي چې خاشقچي د سعودي يو ټيم چې په خصوصي توګه د هغه د وژلو لپاره استنبول ته راغلے ؤ په دغه ښار کښې د سعودي په کنسولګرۍ کښې وژلے دے.
واشنګټن پوسټ وليکل، د ترکيې د پوليسو وړومبۍ څېړنه دا ده چې خاشقچي په استنبول کښې د سعودي په کنسولګرۍ کښې دننه وژل شوے دے.
له بلې خوا الجزيره خبري چېنل نن اعلان وکړ چې جمال خاشقچي مړے د ترکيې د استنبول ښار په يوه سيمه کښې وموندل شو.
جمال خاشقچي د تېرې نهې په ورځ په استنبول کښې د سعودي کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو.
ځينو خبري سرچينو ويلي دي چې خاشفچي ترشکنجې لاندې وژل شوے دے. په سعودي رژيم باندې د نيوکه کونکي خبريال جمال خاشقچي نوم د سعودي تر تعقيب لاندې او نيول کېدونکو کسانو په لېسټ کښې شتون لرۀ او هغه د نيول کېدو له ويرې له سعودي څخه په بهر کښې ژوند کوۀ.
د عفوې نړيوالې ادارې هم په يوه بيانيه کښې وويل، د خاشقچي وژله په دې معنا ده چې په سعودي حکومت نيوکه کونکي حتی له سعودي نه په بهرا کښې هم د سر امنيت نه لري.

شریک یي کړئ!