برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له ۲۷ کلیساوو د جنسي تېریو ۳۶۰۰ شکایتونه ثبت شوي

آریانانیوز: الماني رسنۍ وايي د ۲۷ کلیساوو دننه يې د جنسي تېريو ۳۶۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.


دیر شپېګل، الماني مجله وايي د شکایتونه دوه مرکزونه په هغه سیمه کې فعال و، چې هلته ۲۷ کلیساوې موجودې دي، له همدې کاتولیکي کلیساوو ورته زرګونه شکایتونه رسېدلي دي.
سرچینه زیاتوي هغه کسان چې شکایتونه يې نه دي ثبت کړي، شمېر يې تر دې هم پورته دی.
د دې څېړنې ټیم چې مشري يې د باساو پوهنتون یو پروفیسر هولم بوټسکه کوي، وايي د تازه ثبت شویو ۳۶۰۰ شکایتونو په اړه ښکاره قوي دلایل لري او ثابتوي چې دا شکایتونه رښتوني دي.
دې سرچينه تېره میاشت هم په دې اړه لیکلي و، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۴ز کال پورې د کاتولیک عیسویانو ۱۶۷۰ پادریانو په ۳۶۷۷ کوچنیانو جنسي تېري کړي، چې ډېرې هلکان و.
په کلیساوو کې د روزنې او پالنې تر نومونو لاندې ګڼې نجونې او هلکان ساتل کېږي، چې د عیسوي مذهبي مشرانو له لوري پرلپسې د جنسي تېريو ښکار شوي دي.
څو میاشتې وړاندې د امریکا د پنسلوانیا ایالت سترې محکمې یو راپور خپور کړ، چې پکې ۳۰۰ مذهبي مشران د ماشومانو پر جنسي ځورونه او تېريو تورن دي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۲م کال یو الماني عیسوي مذهبي مشر اندریاس اعتراف وکړ، چې په نهو کلونو کې يې پر دریو ماشومانو ۲۸۰ ځلې جنسي تېري کړي دي.
له هغه وروسته په ۲۰۱۳م کال د استرلیا په ویکتوریا کې د کلیساګانو مشر ملبورن دینیس هارټ ومنله چې د دې ایالت په کلیساګانو کې تر ۶۰۰ ډېر ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي دي.
د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسیس تېره اګسټ میاشت کې ومنله، چې په کلیساوو کې پر کم عمره نجونو او هلکانو جنسي تېري کېږي او په وينا يې له دې امله شرم احساسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي