برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کانګرس اوسنی غړی دامریکا ډیر خلک نه منی

آریانانیوز: له یوې نظر سنجې سره سم دامریکا د ولسمشرۍ په پړاویزو انتخاباتو کښې په دریو(۳) کښې دوه(۲) برخه احتمالی ګډون کونکی به اوسنیو استازیو ته رایې ورنکړی.


د راسموسین ریپورټس (Rasmussen Reports)موسسې په نظر سنجې کښې د ولسمشرۍ په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې احتمالی پینځه شپیته (۶۵)فیصده ګډون کونکو ویلی دی په دغو انتخاباتو کښې به اوسنیو استازیو ته نه بلکې نورو کسانو ته رایې ورکړی .
په دغه ټیلی فونی او انلاین نظر سنجې کښې یوازې درې دیرش(۳۳) فیصده ګډون کونکو د ولسی جرګې اوسنیو استازیو ته د رایو د ورکولو خبره کړی ده .
د۲۰۱۶ میلادی کال په پړاویزه انتخاباتو کښې یوازې اتویشت(۲۸) فیصده ګډون کونکو دکانګرس دهغه وخت استازیو ته درایو له ورکولو سره مخالفت کړی وو .
د امریکا د ولسی جرګې د کانګرس مینځ پړاوه انتخابات د ولسی جرګې د ټولو څلورسوه پینځه دیرش (۴۳۵)غړو او د مشرانو جرګې له سلو(۱۰۰) غړیو د څلوردیرشو(۳۴) غړیو د انتخابیدا لپاره د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه ترسره کیږی .
نظر سنجې وایی په دغو انتخاباتو کښې ډیموکراټ ګوند ښه فرصت لری چې په ولسی جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند دغړیو اکثریت له مینځه یوسی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي