برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د نیویارک څارنوال ټرمپ او د هغه کورنۍ ته د مجازات غوښتنه کړې ده

آریانانیوز: د نیویارک لویې څارنوالۍ د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر او د هغه اولادونو ته د خپلو پخوانیو څرګندونو د انکار په خاطر سزا ورکړي.


د نیویارک د لویې څارنوالۍ دفتر د متحده ایالاتو د سترې محکمې قاضي ارتور اینګرون ته یو لیک استولی چې له هغه څخه یې غوښتي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه د زامنو او د هغه شرکت په وړاندې د دوی د پخوانیو څرګندونو او مطالبو د انکار له امله مجازات اجرا کړي.

د دې مکتوب په یوه برخه کې راغلي: تورن کسان په نورو محاکمو کې منلي حقایق په دروغو ردوي او ادعا کوي چې د خپلو تورونو د ځوابولو لپاره کافي معلومات نه لري او داسي دفاعیات وړاندیز کوي چې په مکرر ډول د دې محکمې لخوا بې ګټې او بې اساسه په توګه رد شوي دی.

دغه لیک زیاتوي: له همدې امله د نیویارک د لوی څارنوالۍ دفتر په دې توګه غوښتنه کوي چې په دې قضیه کې پر تورنو کسانو مجازاتونه اجرا شي، چې په کې ډونالډ ټرمپ، د هغه مشر اولادونه او همدارنګه د ټرمپ اداره او د هغه وکیلان شامل دي.

د نیویارک د لویې څارنوالۍ دفتر پر دغو کسانو تور لګولی دی چې د تحقیقاتو پر مهال یې په محکمه کې د حلف له مخې هغه څرګندونې انکار کړې دي.

د نیویارک ایالت لویې څارنوالۍ د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ټرمپ او د هغه لوی ماشومان د پورونو او مالیې ګټو ترلاسه کولو لپاره د املاکو ارزښت ته د تحریف کولو په هدف په ډیری درغلیو او غلط بیانونو تورن کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي