برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غارحرا او د جبل نور په زیارت بندیز

د سعودی عربستان د حج او د عمرې وزارت پرون هغو ټولو شرکتونو او موسسو ته چې دحج په حوزې کښې فعالیتونه کوی حکم ورکړ د بیت الحرام زیارتوالو ته دې اجازه مه ورکوی چې جبل النور(Jabal al-Nour) ته ورشی او دغه شرکتونه (Companies) د غار حرا (Cave of Hira) د کتنې پروګرام له خپلو پروګرامونو حذف کړی.



د سعودی عربستان د حج او دعمرې دوزارت مرستیال عبدالعزیز الوزان ادعا وکړه دغه فیصله د حاجیانو د ژوند دساتلو او د ځینو شرعی خلاف ورزیو د مخینوی لپاره غوره شوی ده .
هغه ادعا وکړه دجبل نور غره د زیات لوړوالی په دلیل ممکنه ده زیارتوال دغه غره ته دختلو په وجه بې هوشه شی یا د اکسیجن(Oxygen) له کمښت سره مخ شی .
جبل النور د مکې ښار دشمالی ختیځ په څلور(۴)کلومیټرۍ کښې او له منا څخه عرفات د تلونکی لاره په څنګ کښې پروت دی .
دغه غر له سمندر څخه یوازې شپږسوه یویشت(۶۲۱) میټره لوړ دی او دوه سوه اتیا(۲۸۰) میټره پراخ دی .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د عبادت ځاې غار حرا د جبل نور په ترټولو لوړه سیمه کښې دی .
سعودی عربستان چې له وهابیت څخه د ایډیالوژۍ په توګه استفاده کوی تل د سپیڅلیو ځایونو د زیارت او داسلامی رسمونو او دودونو مخالف دی .
دمکې او دمدینې سپیڅلی ښارونه په ۱۹۲۴میلادی کال کښې د سعودی عربستان دال سعود رژیم تر سلطې لاندې ورغلل او له هغه وخت راهسې تراوسه دغه دوه(۲) ښارونه په پلان شوی ډول د وهابیت لخوا په منظم ډول له ورانولو سره مخ شوی دی .
دسعودی عربستان ال سعود رژیم په مکې او مدینې ښارونو کښې د «صدر اسلام »ډیر تاریخی اثار وران کړی دی او دغه چاره اوس هم دوام لری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي