برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عمره کوونکو او سیلانیانو وېزې ځنډول

آریانانیوز: دیورپورټ په اساس سعودي عربستان د هغو هېوادونو عمره کوونکو ته د وېزې ورکول ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې او یا د سیلانۍ لپاره سعودي ته ځي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې یادو هېوادونو ته هم سفر ونه کړي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په عمره کوونکو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله یې ځینې وقایوي ګامونه اخیستي دي
په دې اجراتو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي
سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې دي
سعودي خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي
سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي