برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عربستان په کونسلیټ کې خاشقجي د وژلې په هکله نوې معلومات

آریانانیوز: الجزیره چینل د ترکیې د لوی څارنوال د دفتر په حواله راپور ورکړ د سعودي رژیم د سیاستونو د منتقد خبریال خاشقجي د وژلې د مستنداتو د پټولو لپاره له هڅو سره سره ، په استانبول کې د عربستان له کونسلیټه په لومړیو تالاشیو کې د خاشقجي د وژلې لویې نښې او دلایل لاسته راغلې دي.
د دغه راپور په اساس لاسته راغلې ثبوتونه د خاشقجي د وژلې په هکله ګمانونه پياوړې کوي.
په عین حال کې سی این این ټیلي ویژني چینل پرون اعلان وکړ چې عربستان د جمال خاشقجي د ورکیدو په هکله د یو راپور په تیارولو لګیا دی.
د دغه راپور له مخې عربستان به احتمالا په دغه راپور کې اعتراف وکړي چې خاشقجي د پلټنو په وخت په غلطۍ سره وژل شوی دی.
سي این این زیاته کړه: دغه راپور د تیاریدو په حال کې دی او کیدی شي بدلونونه پکې راشي .
یوې بلې سرچینې زیاته کړه: دا احتمال شته چې دغه راپور په خپلې نتیجې کې اعلان وکړي چې دغه عملیات له مخکیني تاییده پرته شوې او هغه کسان به هم سزا شي چې د دې خبرې مسوول دي.
د سعودي په آل رژیم نیوکه کوونکی خبریال جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د عربستان کونسلیټ ته له ننوتلو وروسته ورک شو.
دا په داسې حال کې دي چې رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی وی چې د خاشقجي مړی استانبول کې پيدا شوی چې ټوټې ټوټې دی او په بدن یې د شکنجو نښې دي.
د خاشقجي نوم د ال سعود رژیم تر تعقیب لاندې کسانو په لیسټ کې و او هغه د نیول کیدو له ویرې له عربستانه بهر ژوند کاوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي