برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عربستان دبهیرینوچارو او ټرانسپورټ وزیران څنګته  شول

آریانانیوز: د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز بیګا خارجه وزیر عبدالعزیز العساف او د ټرانسپورټ وزیر نبیل العامودی له کارونو لیرې کړل
د عربستان باچا د ابراهیم العساف او د نبیل العامودی له څنګ ته کولو وروسته په جلا جلا حکمونو کښې په جرمنی کښې د عربستان پخوانی سفیر فیصل بن فرحان د بهرنیو چارو د وزیر او صالح بن ناصر الجاسر هم د ټرانسپورټ د وزیر په توګه وګمارل .
ابراهیم العساف تیر کال په ترکیې کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې په حکومت دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د موضوع له جنجالی کیدا وروسته د عادل الجبیر په ځاې خارجه وزیر ټاکل شوی وو  خو اوس یې یو(۱) کال پوره شوی  نه دی چې باچا له کاره لیری کړ .
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې څه موده مخکې په یوه(۱) راپور کښې وویل په تیرو کلونو کښې د سعودی عربستان د بدلونونو بهیر د یوې (۱)  واضحې بیلګې پیروۍ کوی او هغه دا چې له هغه وخت راهسې چې محمد بن سلمان ولیعهد شوی دی حکومت هر ډول مخالفت چې د هر چا لخوا وی په سخت ډول
ځپی .

شریک یي کړئ!