برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په ډاګه د اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ

محمد بن سلمان چې د واک او قدرت ډیر تږی کس دی دامریکا له اټلانټیک مجلې سره په مرکه کښې وویل اسرائیل حق لری چې یو هیواد ولری .


دفلسطین په اړه د سعودی عربستان دریځ بدل شوی دی او دیکتاتور محمد بن سلمان اوس هروخت داسرائیلو دملاتړ په لړ کښې ګامونه پورته کوی .

سعودی عربستان او اسرائیل رسمی ډیپلوماټیکې اړیکې نلری خو د پردې شاته له تیرو څو کلونو راهسې د دواړو دیکتاتورو رژیمونو اړیکې ډیرې پیاوړی او نږدې شوی دی .

سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم چې په سوریې، یمن ، عراق ، لیبیا ، لبنان او نورو ډیرو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی ایران دځان لپاره ستر ګواښ ګڼی .

د امریکا د اټلانټیک مجلې مسول چلونکی جیفرې ګولډبرګ د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په مرکه کښې له هغه پوښتنه وکړه ایا یهودیان حق لری چې په خپل پلارنی ټاټوبی کښې دځان لپاره یو هیواد ولری نو هغه په ځواب کښې وویل زه اعتقاد لرم چې په هر ځاې کښې ټول خلک دا حق لری چې په یوه (۱)امن هیواد کښې ووسیږی .

محمد بن سلمان وویل زه باوری یم چې فلسطینیان او اسرائیلیان حق لری چې خپل هیوادونه ولری .

دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان چې امریکا خپل هیواد ته وربللی دی اوس په ډاګه د اسرائیلو ملاتړ پیل کړی دی چې واک ته په رسیدا کښې ورسره مرسته وکړی.

دامریکا د اټلانټیک مجلې مسول چلونکی ګولډ برګ د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان څخه پوښتنه وکړه چې وهابیت څه دی تفصیل ورکړه نو هغه په ځواب کښې وویل وهابیت یو غورځنګ دی چې ابن عبدالوهاب یې په اولسمې (۱۷۰۰)میلادی پیړۍ کښې بنسټ کیښوده چې فطرت یې سرزوری وو او بنیاد یې سلفیت وو .

د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان بیا وویل هیڅوک وهابیت نشی بیانولی ، هیڅ وهابیت نشته او مونږ داسې عقیده نلرو چې په عربستان کښې وهابیت نشته او مونږ دغه عقیده لرو چې مونږ په سعودی عربستان کښې سنی او شیعه لرو .

هغه وویل مونږ عقیده لرو چې په سنی مذهب کښې څلور(۴) مکتبونه شته او مونږ د علماو او دفتوا اداره لرو کومې چې مذهبی فتواګانې ورکوی .

د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان وویل هو په عربستان کښې دغه خبره ښکاره ده چې زمونږ قوانین له اسلام او قران څخه سرچینه اخلی او مونږ څلور مکتبونه حنبلی ، حنفی ، شافعی او مالکی لرو .

سعودی عربستان دامریکا ، انګلستان او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملګرتیا او مرستې سره ترهګرې ډلې جوړې کړی دی او ددغو ډلو په وسیله یې په ټوله نړۍ کښې وهابیت خپور کړی دی .

دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په امریکا کښې په یوې مرکې کښې اعتراف کړی وو چې امریکا اوانګلستان له دوې سره د وهابیت په پراخولو کښې ډیرې مرستې کړی دی .

شریک یي کړئ!