برخه -څانګه : accidents, politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجي د ورکېدو موضوع په خپله څارم او وروستۍ پايلې به نړۍ ته روښانه کړم

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د لومړي ځل لپاره په دغه هېواد کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د مرموزو ورکېدو موضوع په خپله څاري او هېواد به يې په رسمي توګه ټولې نړۍ ته د وروستيو پايلو اعلان وکړي.


ښاغلي اردوګان رسنيو ته وويل:«د خاشقجي د ورکېدو پېښه غموونکې ده، خو زه لا هم ښې هيلې لرم او ان شاءالله داسې څه سره به مخ نه شو، چې موږ يې نه خوښو.»
د ترکيې ولسمشر ويلي، چې امنيتي او پلټونکي ځواکونه په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته د خاشقجي د داخلېدو او وتلو پېښه څارې، همدارنګه له هوايي ډګر څخه د وتلو او بېرته لاره تلو چارې به هم وڅارل شي او وروستۍ پايلې به يې هم ټولې نړۍ ته روښانه شي.
تېره ورځ رویټرز خبري اژانس، نيويارک ټايمز، فرانس پرېس، واشنګټن پوسټ او نورو غربي رسنيو د ترکيې د امنيتي او استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي وو، چې جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې له شکنجو او تعذیبونو وروسته وژل شوی، جسد يې خراب شوی او له ټوټه کېدو وروسته چېرته غورځول شوی دی.
په ترکيې کې د الجزيرې تلويزون خبريال عبدالعظيم محمد ويلي، چې ده له ترکي چارواکو سره خبرې کړي، هغوی ورته ويلي، چې ولسمشر اردوګان د خاشقجي د وژل کېدو خبر نه ردوي، خو هڅه کوي، چې اړوندو پلټونکو ادارو ته نور وخت ورکړي او خپلې څېړنې پای ته ورسوي.
د تېرې سه شنبې په ورځ د سعودي حکومت سياسي مخالف خبريال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ورغلی و، له هغې وروسته يې د ژوند او مرګ په اړه کره معلومات نه شته، غربي رسنيو د باوري ترکي سرچينو په حواله ليکلي، چې خاشقجي د سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی، خو د سعودي حکومت او د قونسلګرۍ مسؤولين دغه تور ردوي او زياتوي، چې نوموړی له قونسلګرۍ وتلی دی، خو د خپلې ادعا لپاره کره او قانع کوونکی دلیل نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي