برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له واشنګټن څخه د سعودي سفير خالد بن سلمان د شړلو غوښتنه

آریانانیوز: د امريکا مشرانو جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کورکر د جمال خاشقجي په قضيه کې د سعودي په اړه توندې څرګندونې کړي او په ټينګار سره يې غوښتنه کړې، چې په واشنګټن کې دې د سعودي سفير خالد بن سلمان بېرته خپل هېواد ته وشړل شي.
باب کورکر ويلي، چې دی د سعودي سفير ته هېڅ درناوی نه لري او نه باور پرې کوي.
سناتور کورکر په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې شهزاده خالد بن سلمان بايد ژر تر ژره له واشنګټن څخه ووځي او زياته يې کړه: «د وروستي ځل لپاره، چې خالد بن سلمان د خاشقجي په اړه ما ته څه ويلي، د حقیقت خلاف دي، زه هېڅکله هغه ته درناوی نه لرم، هېڅ رښتينولي نه لري او که زه د ده پر ځای وای، هېڅکله به دلته نه وم پاتې شوی.»
دغه امریکايي سناتور زیاتوي، داسې معلومات شته، چې جمال خاشقجي د خالد بن سلمان په ټينګار استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و، خو تر اوسه په دې اړه کره اسناد نه لري او وروستۍ پرېکړه به د اسنادو او معلوماتو له بشپړېدو وروسته وروسته وکړي.
د ديموکراټانو یوه بل سناتور ديک دیربن هم غوښتنه کړې، چې د سعودي سفير بايد له واشنګټن څخه وشړل شي، همدارنګه دوو جمهوري پلوو سناتورانو جيف فليک او کريس کونز هم د سناتور ديک دیربن د غوښتنې ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې د سعودي سفير خالد بن سلمان هم د جمال خاشقجي په وژنه کې دخیل دی.

شریک یي کړئ!