برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجي د وژل کېدو غږيز ريکارډ مو امریکا او سعودي ته سپارلی

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان ويلي، استنبول ښار کې يې د سعودي په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو د صحنې غږيز ريکارډونه سعودي، متحده ايالاتو او يو شمېر نورو هېوادونو ته سپارلي دي.


فرانسې ته له روانېدو وړاندې ولسمشر اردوګان وويل، چې دغه غږيز ريکارډونه يې د سعودي او امریکا سربېره فرانسويانو، جرمنيانو او برتانويانو ته هم لېږلي دي.
هغه وايي، د يادو دولتونو چارواکو د خاشقجي د وژل کېدو د صحنې ټول ريکارډ شوي غږونه اورېدلي او پوه شوي دي.
د اردوګان په وينا په دغو غږيزو کليپونو کې د خاشقجي د وژنې پر مهال د سعودي چارواکو غږونه هم اورېدل کيږي.
د ترکيې ولسمشر غوښتنه کړې، سعودي بايد دقيقا دا روښانه کړي، چې په د خاشقجي قاتل څوک دی.
اردوګان زیاته کړې: «د سعودي له لوري نيول شوي اتلس نيول شوي کسان د خاشقجي قاتلان دي، په بل ځای کې يې لټون ته اړتيا نشته او سعودي حکومت بايد د خاشقجي د جسد په اړه هم له دې خلکو معلومات ترلاسه کړي.»
ترکي ولسمشر پر سعودي غږ کړی، چې د دوی د ښه نيت پر وړاندې بايد سعودي چارواکي هم په ښه نيت له دغه بحرانه ځان خلاص کړي او د پېښې په اړه ټول حقايق روښانه کړي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ترکانو ته ويلي، چې د خاشقجي جسد يې د قونسلګرۍ سيمه ييز همکار ته سپارلی، خو ترکان وايي، چې سيمه ييز همکار له دې خبرې انکار کوي.
د ترکيې ولسمشر ټينګار کړی، چې د خاشقجي د قضيې د بشپړ څېړنې او پايلو لپاره به پاريس کې له خپل امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره هم خبرې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي