برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجي وژنه کې د بن سلمان لاس

آریانانیوز: د ترکيې دفاع وزير ويلي، هېواد يې داسې باوري معلومات لري، چې د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لاس دی او دغه معلومات يې د ناټو له غړو هېوادونو سره هم شريک کړي دي.


د ترکيې دفاع وزير خلوص اکار کاناډا ته د خپل سفر پر مهال له بي بي سي انګليسي څانګې سره په مرکه کې د خاشقجي د وژنې په اړه د «سي ای اې» د راپور پخلی کړی، چې نوموړی د بن سلمان په امر وژل شوی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې هم داسې باوري معلومات لري، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس دی.
د ترکيې دفاع وزير زياته کړې، چې د پېښې په تړاو اتلس کسان نيول شوي او موږ د سعودي له لوی څارنوال څخه غوښتي، چې دغه کسان د ترکيې محکمې ته وسپاري؛ ځکه چې دغه جرم يې د ترکيې پر خاوره کړی دی.
خلوص اکار زياته کړې، په دې اړه دوی دوی غږيز ريکارډونه او نور دلائل لري، چې دغه وحشي پېښه د بن سلمان په امر شوې او دغه اسناد یې له متحده ايالاتو، برتانيې، جرمني، فرانسې او نورو دولتونو سره هم شريک کړي دي.
ښاغلي اکار ټينګار کړی، چې د ترکيې لويه څارنوالي دا قضيه څېړي او ژمنه يې کړې، چې د پېښې تل ته د رسېدو لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې له امله سعودي تر سختو سيمه ‌ييزو او نړیوالو فشارونو لاندې دی او د سي ای اې په ګډون يو شمېر امريکايي سناتورانو او نورو چارواکو هم ويلي، چې د خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولي عهد لاس دی، خو سعودي دغه تورونه رد کړي دي.
د سعودي لویه څارنوالۍ وايي، د پېښې په تړاو يې اتلس کسان نيولي او څېړنې ترې روانې دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې اندېښنه ښکاره کړې، چې شونې ده، سعودي حکومت دغه اتلس کسان اعدام کړي او د پېښې د ژورو پلټنو مخه ونيسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي