برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خاشقجي په ترکیی کی دعربستان په کنسولګرۍ کښې د محمد بن سلمان په حکم وژل شوی دی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د امریکا دپخوانی حکومت دملی امنیت دشورا غړی بین روډز(Ben Rhodes) وویل د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) او د دفاع وزیر جیمز ماټیس(James Norman Mattis) د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د ولیعهد محمد بن سلمان د رول په اړه دروغ ویلی دی .
دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما د حکومت دملی امنیت د شورا غړی بین روډز زیاته کړه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د دفاع وزیر جیمز ماټیس د خبریال جمال خاشقجی په وژل کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د رول په اړه له اطلاعاتو کوم چې د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) مشرې میرمن جینا هاسپیل(Gina Cheri Haspel) سپینې ماڼۍ ته استولی وو خبر وو .
خبریال جمال خاشقجی د ترکیې په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم وژل شوی وو .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه پیښې په اړه خپګان څرګند کړی خو تراوسه یې د ال سعود رژیم پرضد کوم عملی اقدام او بایکاټ نه دی لګولی .
ډونالډ ټرمب په سعودی عربستان د وسلو د خرڅولو د بندولو کار نامکمن بللی دی .
امریکا ، انګلستان او ځینې نور لویدیځ هیوادونه د عربستان د دیکتاتور رژیم ستر ملاتړی دی .

شریک یي کړئ!