برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا سعودي وليعهد ته: د خاشقجي وژونکو سره بايد حساب وشي

آریانانیوز: د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ته ويلي، امريکا به د جمال خاشقجي وژونکو سره حساب کتاب کوي.


امریکايي رسنۍ وايي، مايک پومپيو له بن سلمان سره د يمن جګړې او خاشقجي د قضيې په اړه دغه خبرې د ټيليفوني اړيکې پر مهال کړي دي.
په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي وژنه او د يمن جګړه د دوو متحدينو «امريکا او سعودي» ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا تر ټولو ستر لاملونه دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر نيورټ په واشنګټن کې رسنيو ته وويل: د بهرنيو چارو وزير له بن سلمان سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې امریکا به د جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېلو کسانو سره ټينګ حساب کتاب وکړي او له سعودي يې هم ورته غوښتنه کړې ده.
د امریکا لوپوړو ډيپلوماټانو ويلي، چې د خاشقجي وژنه د نړيوال قانون توهين دی او ويلي يې دي، چې امريکا د خاشقجي په وژنه کې پر تورنو خلکو د بنديزونو لګولو په فکر کې ده.
خو په عين حال کې مايک پومپيو او ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي او امریکا دوو اړخيزو سټراټيژيکو، سوداګريزو او امنيتي اړيکو پر اهميت ټينګار کړی دی.
د جمال خاشقجي د وژنې له امله سعودي تر سختو نړيوالو او سيمه‌ ييزو فشارونو لاندې دی، ترکيه وايي، چې د دې قضيې تل ته ځان رسوي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، چې د خاشقجي د وژل کېدو د صحنې ټول غږيز ريکارډونه يې امريکا، سعودي او نورو دولتونو ته لېږلي دي.
ترکيه وايي، جمال خاشقجي د دوی پر ځمکه وژل شوی او سعودي بايد د هغه وژونکي د څېړنو او محاکمې لپاره ترکيې ته وسپاري، خو سعودي د ترکيې دا غوښتنه نه مني او ټينګار کوي، چې د خاشقجي له وژونکو په خپله څېړنې کوي.
د ارګ مخې ته لاريون

شریک یي کړئ!