برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اسلامي أمت رنځونه

آریانانیوز: یو عالم وايي: که چیري یویښت پېړۍ د (قرن الحُزن) په نامه ونوموو نو دا به ناحقه نه وي، ځکه ددې پېړۍ په شروع کېدو سره مسلمانانو د نړۍ په هر کونج او کنار کي، په هره اسلامي مځکه کي له سختو ماتو سره مخ سوه، په هره جبهه او سنګر کي یې ماته وخوړه، د اسلامي نړۍ نقشه ورځ تر بلي د دښمنانو لخوا خوړل کیږي، د نړیوال صلیبي او صهیوني اتحاد له امله یې ډېری اسلامي مځکي غصب سوې، ډېری اسلامي هیوادونه او ښکلي ښارونه په کنډوالو بدل سول، ډېری علماء، پوهان او اسلامي مفکرین تر خاورو لاندي سوه او د مسلمانانو حیثیت په نړۍ کي له صفر سره ضرب سو او نړۍ ته په زیات ضعیف، ذلیل او خوار شکل د اسلام معرفي کېده ددې لامل سوه چي ډېری ضعیف الایمانه کسان له اسلامه هم خارج سي، د مسلمانانو او اسلامي نړۍ علمي کچه دومره ټیټه سوه چي اسلامي ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره کفري هیوادونو ته مخه کړل، هلته په رسېدو سره د صلیبیانو په دامونو کي ولوېدل او د ارتداد له لويي فتنې سره مخ سول،
پر افغانستان، عراق، صومال، سوډان او سوریه باندي د صلیبیانو یرغل، پر فلسطین باندي د غاصبو یهودانو جبري حکومت، د برمايي مسلمانانو قتل عام، په ټولي عربي نړۍ کي سخته ګډوډي، د مسلمانانو په ستر مذهبي مرکز (سعودي عربستان) کي غرب ته د مایل حکومت منځته راتګ، د صلیبیانو لخوا په مصر کي د اخوان المسلمین د حکومت لمېنځه وړل ، …. او ….، او ….. ، او ….. داسي نور.
د زیاتو او پرله پسې ماتو، ظلمونو او تېریو له امله د ځینو مسلمانانو په ذهن کي یوه پوښتنه راپورته کیږي او هغه داچي ولي الله تعالی جل جلاله د مسلمانانو سره داسي کوي؟ ولي یې نصرت نه کوي؟ ولي مسلمانان له پرله پسې ماتو سره مخ دي؟ ولي یې ژوند ورځ له بلي تریخ کیږي؟ نو ځواب به یې داوي چي الله تعالی جل جلاله فرمايي : (ولنبولنکم بشیء من الخوف والجوع و نقص من الأموال والأنفس والثمرات وبشرالصبرین) یعني تاسي په لوږه، وېره د مالونو او ځانونو له نقصان سره ددې لپاره مخ کېږی چي موږ مو په دنیا کي امتحانوو او د آخرت زیری د صابرانو لپاره دی، بل ځای الله تعالی جل جلاله فرمايي : (أحسب الناس أن یترکوا أن یقولوا ءامنا و هم لایفتنون – و لقد فتنا الذین من قبلهم فلیعلمن الله الذین صدقوا و لیعلمن الکذبین) یعني ستاسي څخه مخکي مو هم خلګ په امتحان کي اچولي وه ترڅو هغه ریښتیني او کاذب یې معلوم سي. همدارنګه الله تعالی جل جلاله فرمايي : (ان مع العسر یسرا) بېشکه چي له سختیو سره آسانۍ ملګري دي.
د ۲۱مي پېړۍ د مسلمانانو د ماتي أساسي لاملونه :
د دوهم نړیوال جنګ وروسته ټول کفري ځواکونو خپلو مېنځونو کي صلحه وکړه او د مسلمانانو په مقابل کي په یوه سنګر کي ټول په اتحاد سره کښېنستل، د مسلمانانو د نابودۍ او لمېنځه وړلو لپاره یې لستوڼي راونغښتل او د ډول ډول زړه راکښونکو نومونو (ملګري ملتونه، امنیت شورا، نړیوال بانک، حقوق بشر) ترنامه لاندي یې سازمانونه، ټولني او ګروپونه د مسلمانانو د فکري، نظامي، اقتصادي، کلتوري، دیني او سیاسي بربادۍ لپاره جوړ کړل.
که څه هم د مسلمانانو د ماتي أساسي لاملونو څخه لومړی د خلافت نشتون راځي، خو بدبختانه دا چي خلافت تقریبا سل کلونه مخکي لمېنځه تللی دی او د مسلمانانو د ذلت شېبې له هماغي ورځي شروع سوي دي خو دلته به هغه پیښي ذکر کړم چي په اصلاح کولو سره یې د ننیو مظلومو مسلمانانو مشکلات حلیږي.
پر الله تعالی جل جلاله باندي د قوي او ټینګ ایمان نشتون : د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه ؤ رضی الله تعالی عنهم اجمعین د کامیابۍ راز په دې کي ؤ چي د ټولو کارونو اول او آخر یې الله تعالی ته پرېښوده، پر الله تعالی جل جلاله یې ټینګ ایمان او باور ؤ، همدا لامل ؤ چي دوی ته الله تعالی جل جلاله ټوله مځکه مفتوحه وګرځول، لویي لويي امپراطورۍ یې ددوی په لاس فتحي کړې، بحرونه او غرونه یې ورته دښتي وګرځولې، خو دنن ورځي مسلمانانو په نزد د قوت او دبدبې څښتن یوازي ټرمپ دی، د صلیبي نړۍ تبلیغاتي وسایلو د مسلمانانو أفکار دومره چټل کړل چي امریکا ورته د کرام الکاتبین حیثیت لري.
د اسلامي ځوانانو سستي او کهالي : د اسلامي أمت ځوانان د الحاد او بې دینۍ په دې لوی طوفان کي راګیر دي، په انټرنیټ کي د الحادي سایټونو، لوڅو او عبثو فلمونو ښکار دي، له مطالعې، کتاب او قلم سره یې اړیکي په مکمل ډول قطع سوي دي، د پوهنتونو او مکاتبو شاګردان او استادان له فکري لحاظه سخت تر بریدونو لاندي دي همدارنګه صلیبي او یهودي استعمارګران تل په دې هڅه کي وي چي اسلامي ځوانان په ډول ډول چالونو له کتاب، مطالعې او کشفیاتو څخه بې برخي او محروم کړي، د تعلیم او علم ارزښت په اسلامي ټولنو کي کم ښکاره کړي او د علماؤ او پوهانو موقف بې ارزښته کړي، ترڅو د دوی سره د مبارزې وس، توان او قوت ونلري او په پټو سترګو ددوی لومو ته ور وځغلي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت له معیارونو څخه لیریوالی : د صحابه ؤ رضی الله عنهم اجمعین د کامیابۍ راز په دې کي ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو او د ژوند طریقې سره سم به یې خپل ژوند عیاراوه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به چي کله حجرالاسود مچاوه نو داسي به یې ویل : زه ښه پوهېږم چي ته یوه توره ډبره یې، که زما محبوب او رهبر دا کار نه وای کړی نو ما به هم تا غوندي توره ډبره هیڅکله نه مچوله، په اسلامي أمت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره عشق او مینه ډېره کمه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د عشق مطلب دادی چي د ژوند ټول دستور او روش د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د قواعدو سره سم عیار کړل سي، موږ مسلمانان یواځي او یواځي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم سره أشنايي لرو خو د هغه له سیرت، أخلاقو او د ژوند له معیارونو څخه ناخبره یو، حتی دناخبرۍ له وجي کله کله د دښمنانو په لمسون د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه ؤ رضی الله علیه اجمعین له سنتو سره مخالف ژوند تېروو، موږ اکثریت مسلمانان د پردیو غیر مسلمو په تقلید کي خورا قوي یو، د ژوندبڼه، معاملات، دود او دستور کي له غرب څخه تقلید کوو او په دې لاره کي له خپلو أسلافو او خپل اسلامي مدنیت څخه بې خبره او غافله یو.
یو مسلمان عالم دې نقطې ته په اشاره کي په ټوکو سره داسي وویل : د اسرائیلو او عربو په جنګ (۱۹۶۸م) کي په زرهاوو ملائکي له آسمانه و مځکي ته د مسلمانانو د کومک لپاره راکښته سوې، مګر دا چي د دواړو طرفو ظاهري أشکال او د ژوند طریقې یو ډول وې نو ملائکي بیرته پورته سوې او الله تعالی جل جلاله ته یې وفرمایل : یا الهي تاسي ته بهتره معلومه ده چي هغوی یو له بله څخه هیڅ فرق نه درلودی په ټولو أعمالو کي له یو بل سره یو شان وه نو ځکه مو ونه پېژندلې چي کومي ډلي سره کومک وکړو…… .
د أمر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل : د مسلمانانو د ماتي ستر لامل په أمر بالمعروف او نهي عن المنکر عمل نه کول، د دعوت او تبلیغ ستر أمر پرېښودل دي ځکه ددعوت په پرېښودلو سره اسلامي ټولنه د جمود لوري ته حرکت کوي چي په نیتجه کي له سختو ستونزو سره مخ کیږي، زموږ په ټولنه کي چي هر څوک یو منکر کا وویني نو دا وايي چي زه یې څه کوم، حال داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : هرکله چي په ټولنه کي په نیکیو امر او له بدیو څخه منع پرېښودل سي او ستاسي په څنګونو کي منکرات ترسره کیږي خو تاسي په مطمئن زړه له هغې څخه تېرېږی او هغه نه منعه کوئ، نو د یو الهي عذاب انتظار وباسی چي په هغه وخت کي به ستاسي هیڅ دعا او عاجزي نه قبلیږي.
د مسلمانانو په زړونو کي د دنیا محبت او ارزښت لوړېدل : د اسلامي أمت د تباهۍ ستر لامل د دنیا، سرو او سپینو محبت دی چي همدا أمت یې له ستر مقام او منزلت څخه سپک او ذلیله کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : د هر أمت او قوم لپاره یوه فتنه راغلې چي هغوی یې تباه کړي دي او زما د أمت فتنه دنیا ده.
په ننۍ اسلامي نړۍ کي د عربو له دنیا سره زیات محبت ددې لامل سو چي په لوی لاس صلیبي استعمارګر ځواکونه خپلي خاوري ته داخل کړي، د پیسو او دنیا لپاره پر یو بل حملې وکړي، د پیسو او استراحت له وجي پر نړیوال صلیبي اتحاد او صهیوني اتحاد تېل وپلوري چي بیرته همدا تېل د مظلومو مسلمانانو په مقابل کي استعمال سي، نو ددنیا سره زیات محبت همدا لامل سو چي مسلمانان له أخروي ژوند او نعمتونو څخه غافل کړي او د پیسو لپاره له خپل دین او خاوري هم تېر سي او د پردیو غیږو ته ځانونه وغورځوي.
په مباحاتو مصروفېدل : صلیبیان غواړي چي د اسلامي أمت مسلمانانو په ذهنونو کي د مباحاتو کلمه زیاته وکاروي، موږ مسلمانان چي کله د کفر، شرک او یا بدعت نوم واورو نو فورا احساساتي کیږي او له کوونکي څخه یې نفرت کوو، خو خبر نه یو چي صلیبیانو د اسلامي أمت اکثریت تجاران، علماء، سیاسیون او مخور په مباحاتو مصروف کړيدي، ددې لپاره چي موضوع ښه واضح سي نو یو مثال به راوړو: مثلا یوه شپه تاسي ښه ډېر وږي یاست نو کله چي ښه مکلفه ډوډۍ وخورۍ په هغه شپه خو تهجد پرېږده چي د سهار لمانځه ته هم په خواري راکښېنی، حال داچي ډوډۍ خوړل مباح کاردی کومه ګناه نلري خو باعث ددې سو چي لمونځ درڅخه قضاء سي، یعني پداسي کارونو مصروفېدل چي هغه اصلا جایز وي خو موږ ورباندي دومره مصروف سوي یو چي واجب راڅخه پاته وي، ټول عربي او عجمي تجاران د ښارګوټو په جوړولو او د تجارت په پراخولو بوخت دي چي دا یو مباح کار دی خو دېته یې فکر نسته چي له جهاد او مجاهدینو سره کومک هم واجب دی، ځیني خلګ خو پرله پسې عمرې او حجونه کوي حال داچي دا کار خو ثواب هم لري خو د لویو لویو مسئولیتونو کارونه ترې پاته وي.
شیطان د انسان دښمن دی: موږ د کفري استعماري ځواکونو سره جنګیږو، خو د جني لوی شیطان پیروي کوو او په متابعت سره یې نړۍ ته د اسلام تصویر غلط ښکاره کوو، د ابلیس علیه العنة ترټولو ستره پیروي په دین باندي سم ځان نه پوهول دي، نو ځکه هروخت د مسلمانانو تر ډیرو لویو لویو قربانیو او شهادتونو وروسته د شهیدانو ویني بیرته پر صلیبي استعماري ځواکونو خرڅي سي، د قربانۍ، آزادۍ او د الله د کلمې د لوړاوي لپاره جنګ او سرښندنه بېځایه وي او د جهاد په نامه هغه څه ترسره کړو چي شیطان یې له موږ څخه غواړي.
کامیابي څه وخت او چا لپاره ده : کامیابي به د ټینګ او قوي ایمان لرونکو خاوندانو او هغو مسلمانانو لپاره وي چي کلک استقامت او ټینګ عزم او هوډ ولري، هغه مسلمانان چي د کفر په مقابل کي سخته مقاومت او مقابله وکړي، الله تعالی جل جلاله فرمايي: (ان الذین قالوا ربنا الله ثم استقموا تتنزل علیهم الملئکة ألا تخافوا و لا تحزنوا و أبشروا بالجنة التي کنتم توعدون).
کوم وخت چي د اسلامي أمت دښمنانو په فرانسه کي د اسلامي نړۍ د تضعیف لپاره جلسه جوړه کړه نو دجلسې په پای کي دې نتیجې ته ورسېدل چي د مسلمانانو په مېنځ کي باید مختلفي ډلي او أحزاب جوړسي، ترڅو به مختلفو نومونو سره ووېشل سي، یوبل سره ووهي او په خپلو مېنځو کي سره اخته سي، په نتیجه کي موږ ددوی له نفاق او وېشني څخه ګټه پورته کړو او حکومت پرې وکړو.
استاد محمدأیوب ګنجي په خپل کتاب (چرا مسلمانان شکست مي خورند؟) کي داسي وايي : تفرقه او اختلافات د اسلامي أمت پر مخ یوه لویه ضربه ده، الله تعالی جل جلاله فرمايي (واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا) نو پس دغه آیت مسلمانانو ته دا ورښيي چي خپلمېنځي اختلافات یوې خواته کړئ او په خپلو مېنځو کي د أحزابو او ډلو څخه پرهېز وکړئ، صوفي او کوفي، سلفي او خلفي، مذهبي او غیر مذهبي مسئلې شاته وغورځوي او ددې لپاره چي ټول مسلمانان او د یوه رسول او قرآن تابع او یوې قبلې ته سجده کوی سره متحد سئ او د الله تعالی جل جلاله د دښمنانو په مقابل کي په ټینګ استقامت سره په ګډه ودرېږئ.
نو صبر وکړئ ! اې مسلمانانو آخري کامیابي د مؤمنانو ده پدې شرط چي ددښنانو په مقابل کي مستقیم او متحد ودریږي او اختلافات شاته وغورځوي.
لیکوال: احمدمدثر دلسوز

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي