برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په لسګونو زره هندوان د بابري جومات پر ځای مندر جوړولو ته راټول شوي

آریانانیوز: په لسګونو زره هندوان چې پکې مذهبي او سیاسي ښي اړخي فعالان راهبان هم ګډون لري هندوانو ته سپېڅلي سیمه ایودهیا کې سره غونډ شوي دي.


دوی هلته د تاریخي بابري جومات پر ځای د مندر جوړول غواړي.
د هند دغه شمالي سیمه له کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ لانجمنه نقطه ده.
په ۱۹۹۲ کال کې هلته شپاړلسمه پېړۍ کې جوړ شوی بابري جومات د پارېدلې هندو ډلې له خوا ونړول شو.
په تېرو څو میاشتو کې داسې غوښتنې بیا راټوکېدلي چې پر دغه ځای دې مندر ورغول شي
ولې خلک په ایودهیا کې راټولېږي؟
اټکل کېږي چې ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زرو ترمنځ هندوان ایودهیا سیمه کې راټول شي او پر هغه ځای به د مندر د جوړولو غوښتنه وکړي چې یو مهال د شپاړسمې پېړۍ بابري جومات و.
هندوان په دې باور دي چې د اوتر پردېش په ایالت کې دغه ځای د دوی د یوه بګوان رام د زوکړې ځای دی. خو مسلمانان وايي چې دوی دغلته له نسلونو راهیسې لمونځونه کړي.
په ۱۹۹۲ کال کې هغه مهال د هندو او مسلمانو ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی راوټوکېد چې یوې قهرېدلې هندو ډلې بابري جومات ړنګ کړ.
تر هغه وروسته په هند کې پارېدلو لاریونونو کې نژدې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.
خو د دواړو مذهبونو له خوا پر دغه ځمکه د څښتن والۍ ترلاسه کولو تر ډېرو هڅو وروسته، اوس د لومړي وزیر نرېندرا مودي د ملتپال بي جې پي ګوند هڅې ګړندۍ کړي چې پر دغه ځي مندر جوړ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي