برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افراطي ډلو په هسپانیه کې په یوه جومات برید وکړ

آریانانیوز: افراطي ډلو پرون د هسپانیې په مورسیا ښار په یوه جومات حمله وکړه او هغه یې بې حرمته کړه.


د اناتولیا خبري ویب پانې د راپور له مخې، افراطي ډلو د کابزو دو تورس ښار کې په یوه جومات برید وکړ ، او د هسپانوي مسلمانانو دې مذهبي ځای ته سپکاوی وکړ.

د دې جومات چې په 2018 کال کې پرانستل شوی , پر دروازه او دېوالونو د سپرې سره د “اسلام ته نه” او “د هسپانوي حاکمیت د خبرو اترو وړ نه دی” په څیر عبارتونه لیکلي دي.

پیښه د هسپانیا په سویلي سیمه مورسیا کې شوې چیرې چې د هسپانیې یو له اسلامي سیمو څخه دی او د دې نفوس اکثریت کډوال دي.

څه کم یوه میاشت دمخه په همدې سیمه کې افراطي بریدګرو د یونس بلال په نوم یو مراکش مسلمان کډوال په ډزو وواژه.

د دې کال په سر کې ، د هسپانیې په مورسیا سیمه کې ، د سان جاویر ښار په کارټاګینا کې یو بل جومات ، دافراطیانو لخوا برید شو.

تر دې دمه ، د هسپانیا حکومت د دې افراطي او اسلاموفوبیک بریدونو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي