برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اردوګان د خبرو مهم ټکي

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره ورځ د ترکيې واکمن ګوند پارلماني کمېټې ته استنبول ښار کې د سعودي قوسنلګرۍ کې د خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه په خپلو خبرو کې له سعودي غوښتنه وکړه، چې په دغه قضيه کې ټول تورن کسان له «وړو تر لوړپوړو چارواکو» د محاکمې لپاره ترکيې ته وسپاري.
د ترکيې ولسمشر له درې اوونيو څېړنو وروسته تېره ورځ د ترکيې واکمن ګوند پارلماني کمېټې ته د خاشقجي د وژل کېدو په اړه د څېړنو پايلې او د ترکيې رسمي دريځ روښانه کړ.
اردوګان په خپلو خبرو کې لومړی استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي په وژنه غمرازي ښکاره کړه، هغه ته يې د مغفرت دعا وکړه، د هغه کوژده شوې مېرمنې، کورنۍ سعودي ولس او په نړۍ کې يې د رسنيو غړو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه.
د اردوګان د خبرو مهم ټکي په لاندې ډول و.
د خاشقجي د وژل کېدو پلان له پخوا جوړ شوی و.
خاشقجي د تېرې مياشتې په ۲۸مه قونسلګرۍ ته تللی و.
له پېښې لږ مخکې د سعودي د استخباراتو درې کسيز پلاوی راغلی و، هلته يې د استنبول اويالو سيمه کې د يو شمېر ځنګلي سيمو د موندلو هڅې وکړې.
ترکيې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د استخباراتي ادراې او عدلي طب پنځلس کسان د خاشقجي د وژنې لپاره له سعودي راغلي وو.
وروستي دلائل وايي، چې خاشقجي د روان اکتوبر مياشتې په دوهمه په ډېره وحشي طريقه وژل شوی او دا کار د انسان ضمير سخت ټپي کوي.
انساني ضمیر تر هغو نه مطمئن کيږي، تر څو، چې د خاشقجي د وژنې امر کوونکي ټول مسؤولين محاسبه نه شي.
له څارونکو کامرو د خاشقجي د وژنې د ورځې ريکارډونه ويستل شوي دي.
ترکيه به دغه قضيه د نړيوالې ټولنې او بشري ضمير په استازيتوب څاري.
د ډيپلوماټيک مصؤونيت په اړه بايد د ويانا کنوينسون تړون بيا وکتل شي.
سعودي د روان اکتوبر په څلورمه د خاشقجي له وژلو انکار وکړ.
خاشقجي د ترکيې په استنول ښار کې وژل شوی او سعودي يې بايد په اړه پلټنې هم وکړي.
ترکي چارواکو دا تحقيقات هم کړي، چې سعودي چارواکو د کومو اتلسو کسانو د نيولو اعلان کړی، په دوی کې پنځلس يې د وژنې له دې پېښې وړاندې ترکيې ته راغلي وو.
د خاشقجي د وژنې په اړه سعودي مهم ګامونه اخيستي او د تورنو کسانو د نيولو اعلان يې هم کړی دی.
اردوګان له سعودي يو شمېر پوښتنې وکړې، چې دغه قضيه به تر هغو ونه تړل شي، تر څو، چې د دې پوښتنو ځواب نه وي ویل شوی. ځينې هغه پوښتنې دا دی: «پنځلس کسان استنبول ته د څه لپاره او د چا په لارښوونه راغلي وو؟ له خاشقجي يې ولې په قونسلګرۍ کې څېړنې کولې، سعودي د دغه جرم په اړه ولې ضد او نقيض څرګندونې کولې؟ تر اوسه د خاشقجي جسد ولې نه دی موندل شوی؟ په استنبول کې هغه سيمه ییز همکار څوک دی، چې جسد ورسپارل شوی؟»
د استخباراتو د يو شمېر چارواکو تورنول به د ترکيې او نړۍ لپاره د منلو وړ نه وي، تر څو د پېښې ټول عاملين نه وي څرګند شوي.
ترکيه د خاشقجي له وژل کېدو راهيسې تر سختو رسنيزو بريدونو لاندې دې ده او موږ پوهېږو، چې د دغو بريدونو سرچينه کومه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي