برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اردوګان – د جمال خاشقجي قاتلين د محاکمې لپاره باید ترکيې ته وسپارل شي.

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان يو ځل بيا پر سعودي حکومت غږ کړی، چې د جمال خاشقجي قاتلين د محاکمې لپاره ترکيې ته وسپاري.


اردوګان له سعودي چارواکو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر څو ځله په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د خاشقجي وژونکي به هېڅکله ترکيې ته ونه سپاري او ټينګار يې کړی، چې د دغو قاتلينو محاکمه به د سعودي څارنوالۍ کوي.

خو اردوګان تېره ورځ استنبول ښار کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته د وينا پر مهال د سعودي چارواکي مخاطب کړي: «که تاسې د خاشقجي د قاتلانو له محاکمې ناتوانه ياست نو دغه خلک بايد خامخا ترکيې ته وسپارل شي او دغه مجرمين د استنبول محاکم محاکمه کړي.»
له ډېرو اشارو وروسته ولسمشر اردوګان دا ځل د تېر په نسبي څرګنده ژبه ويلي، چې د خاشقجي د قتل پر مهال ثبت شوي غږونه د سعودي د ولي عهد محمد بن سلمان نږدې کسان معلوميږي او زياته کړې يې ده، چې «د خاشقجي قاتل ماته ډېر ښه معلوم دی او دغه موضوع ډېره درنده ده، چې هېرول يې ناشوني دي.»
د ترکيې ولسمشر د سعودي پر لوی څارنوال هم نيوکې کړي، چې د خاشقجي په قضيه کې يې ترکيې سره هېڅ ډول معلومات نه دي شريک کړي او «د دې پېښې د څېړنو برعکس يې له ترکيې له ځان سره پنځه بکسه خوږې او چاکليټونه وړي دي.کوم شيان، چې هغه ته مهم دي، هغه موږ ته نه دي مهم.»
د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د امریکا مشرانو جرګې هم د خاشقجي د قتل په قضيه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په غندنه کې قراداد تصويب کړ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نيکي هيلي هم ويلي، چې د خاشقجي په قتل کې د بن سلمان لاس دی.
ښاغلي اردوګان ويلي، چې د سی ای اې د راپور او د امریکا د مشرانو جرګې له قراداد سره دا خبره بيخي روښانه شوې، چې د خاشقجي قاتل څوک دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي