برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ترکيې او روسيې تازه هوکړه

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له خپل روسي سيال ويلاديمير پوتين سره د سوريې شمال په اړه تازه هوکړه کړې، چې له مخې به يې ټولې کردي ملېشې له سيمې وځي او دغلته به ترکي او روسي پوځيان ګډې ګزمې وهي.
ولسمشر اردوګان د روسيې په ستوچي ښار کې رسنيو ته وويل، له خپل روسي سيال سره د سوريې شمال په اړه تاريخي هوکړې ته رسېدلی دی
نوموړي زياته: «موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې يوې تاريخي هوکړې ته رسېدلي یو، موږ به په ګډه د سوريې ځمکني تماميت او سياسي يووالي لپاره کار کوو او له سوريې وتلي کډوال به بېرته خپل هېواد ته راستنوو.»
د ولسمشر اردوګان په وينا له خپل روسي سيال سره يې د ادلب سيمې امنيت او ثبات په اړه هم خبرې کړي، چې په پایله کې يې هلته نسبي کراري رامنځته شوې ده
د ترکيې ولسمشر زياته کړه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د سوريې خاوره د جګړې په ډګر اوښتې وه، خو د ترکيې په څو هلته اوس نسبي کراري راغلې او وضعيت په ښه کېدو دی
د روسيې ولسمشر ويلاديمر پوتين هم دغې خبري غونډې ته وويل، چې له ولسمشر اردوګان سره يې د سوريې په اړه پر مهمو موضوعاتو هوکړه کړې او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به دا مسئله نوره هم تعقيب کړي
د اردوګان او پوتين له خبري ناستې وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاویش اوغلو هم ګډې خبري غونډې ته وويل، روسي او ترکي پوځيان به د سوريې په شمال کې امنيت او ثبات لپاره ګډې ګزمې وهي او له سيمې به د کردي ملېشو سربېره نورې ټولې ترهګرې ډلې وباسي.

شریک یي کړئ!