برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیمن دنابرابره جنګ او دنړیوالې ټولنې چپتیا

آریانانیوز: آل سعود رژیم دیمن په ضد دجنګ له پیلولو وروسته،ددغه جنګ موخه،یمن ته د رواوالی دبیرته ستنیدا اعلان کړې ، چې له رواوالی څخه ئې مقصدهم دیمن د تښتیدلی اومستعفی شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادی بیرته واک ته ستنول وو.


دیمن په ضد دسعودی عربستان دائیتلاف جنګ چې د ۲۰۱۵کال دمارچ له ۲۶نیټې پیل شوی د ۲۰۱۹کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه پنځم کال ته واریدیږی .
د سعودی عربستان اټکل دا ؤ چې د مینځنی ختیځ ددغه بې وځله عربی هیوادو په ضد جنګ به په دوو یا درو اونیو کې د موخو په پورا کیدا سره پای ته ورسیږی.ددغه جنګ دپیلیدا اصلی موخه،د ۲۰۱۴کال له ستمبره مخکې شرائطو ته د یمن دانصارا…ولسی غورځنګ بیرته ستنیدا، یعنی په یمن کې له قدرته څنډې ته کاږل وو.ددغه غیر قانونی او وحشی ډوله جنګ څلورکلونه تیرشول،خو نه یوازې انصار ا …ولسی غورځنګ د ۲۰۱۴کال له ستمبره مخکې شرائطو ته ستون شوی نه دی،بلکې انصار ا…ولسی مبارزغورځنګ په اوسنی یمن کې د قدرت اصلی مرکز جوړوی،په دې ډول چې د یمن په باب د خبرواترو یو لوری دی .
پر دې سربیره،آل سعود رژیم دیمن په ضد دجنګ له پیلولو وروسته،ددغه جنګ موخه،یمن ته د رواوالی دبیرته ستنیدا اعلان کړې ، چې له رواوالی څخه ئې مقصدهم دیمن د تښتیدلی اومستعفی شوی ولسمشرعبدربه منصور هادی بیرته واک ته ستنول وو. دجنګ د څلورم کال په ختیمدو سره ، منصورهادی چې اوس په ریاض کې دیره دی ، نه یوازې صنعا ته بیرته ستون شوی نه دی،بلکې دیمن د ولس دزیاتره برخې له نظره،منصورهادی، د عربستان له جنګ غواړو سیاستونو سره دغږمله کیدا له لارې دیمن والو په ضد ددغه هیواد په جنایت کې شریک دی .
د یمن دروغتیائی چارو د وزارت ویندوی یوسف الخاضری د سعودی ائیتلاف د جنګ دڅلورم کال په پای کې وئیلی دی،په تیرو څلورو کلونو کې څه دپاسه دولس زره کسان وژل شوی او کابو شپږویشت زره نور ټپیان شوی دی .په عین حال کې د یمن د روغتیائی چارود وزارت دویندوی په وینا، دوه دیرش زره ناروغان هم په دې دلیل چې له هیواده بهر د درملنې لپاره نه شول تللی،د آل سعود رژیم دجنایتونو قربانی شوی دی . په بله وینا،ټول ټال څلور څلویښت زره کسان په مستقیم اوغیر مستقیم ډول د سعودی ائیتلاف دجنګ له امله وژل شوی دی .
په دغو احصایو کې شپږ زره درې سوه یو شپیته ماشومان هم شامل دی،چې دجنګ له امله وژل شوی دی .د بیلابیلو ناروغیو په تیره بیا د وَبا ناروغۍ خپریداهم دیمن په ضد د سعودی ائیتلاف دجنګ نتیجه ده .د احصایو په اساس،د یمن کابو یو میلیون څلورلکه کسان چې زیاتره پکې ماشومان دی،په وبا ناروغۍ ککړ شوی دی چې ددغې ناروغۍ له امله تر دې دمه کابو درې زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . همداراز دیمن په ضد د سعودی ائیتلاف جنګ په نورو اړخونو کې څه دپاسه د درو میلیون کسانو کډه په سر کیدا، ددغه هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو په کنډوالو بدلیدا،د څښاک د اوبو دچینلونو تباه کیدا او په دغه هیواد کې دقخطۍاو دمرګونو او بوږنونکوانسانیغمیزورامینځةکیدا هم شامله ده .
البته ډیری شناندی وائی،دپنځم کال په پیلیدا کې به ددغه جنګ لرلید څه وی ؟ داسې ښکاری ، دیمن په ضد د سعوډی ائیتلاف جنګ به هماغه راز دوام ومومی ،ځکه تردې دمه آل سعود رژیم خپلې یوې موخې ته هم نه دی رسیدلی او په دغو شرائطو کې دجنګ ختمیدا آل سعود رژیم ته دماتې دمنلو په معنا دی .محمد بن سلمان دیمن په ضد دجنګ په پیلولو سره ځان دعربی نړۍ په اتل بدلول غوښتل خو اوس دناکامۍ منل د سعودی عربستان د ځوان ولی عهد له روحیاتو سره سمون نه خوری .حتی که په لسګونو زره خلک نورهم ووژل شی .
دوهم دا چې دیمن دپوځ او د نصار ا…ولسی مبارز غورځنګ نننی موقعیّت له تیرو څلورو کلونو سره دپرتلې وړ نه دی ، په تیره بیا دا چې د یمن دپوځ اوانصار ا…ولسی مبارز غورځنګ دفاعی توانمنۍ تر دې حده پیاوړی شوی چې سعودی عربستان او دهغو متحدانو ته لادرندۀګوزارونه او تاوانونه رسولی شی ، دریم دا چې د سټاکهم دسولې موافقه چې په تیر دسمبر کې د ملګروملتو په څارنې سره شوی ، عملا د آل سعود رژیم په کارړنګونو سره ناکامه شوې ده .
حقیقت دادی چې دیمن بحران یوازې دآل سعود رژیم له جنایتونوسره دمقابلې لپاره د نړیوالو قدرتونو په تیره بیا دامریکا له ارادې سره او پر عربستان دنړیوالو جدی دباؤنو په اعمالیدا سره پای ته رسیدلی شی،خو دا اراده اوکلک هوډ،تر دې دمه د امریکا واکوالانو په فکر کې نه یوازې نه لیدل کیږی،بلکې د ډونالډټرمپ حکومت د آل سعود رژیم له جنایتونو بشپړ ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي