برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د بشري حقونو سازمان له افریقايي او یمني کډوالو سره د سعودي عربستان پر چلند سختې نیوکې کړې دي

آریانانیوز: "د بشري حقونو او ازادۍ" سازمان د افریقايي او یمني کډوالو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان په پولو کې د سعودي چارواکو پر چلند سختې نیوکې کړې دي.


د یمن د انصارالله خبری سایټ راپورورکړ, د بشری حقوقو او آزادۍ سازمان په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: موږ د سعودي په بدنامو توقیف ځایونو او سرحدي سیمو کې د زرګونو مهاجرینو سره د چلند په اړه ژوره اندیښمن یو او په نړیوالو او کورنیو بنسټونو غږ کوو چې د سعودي حکومت هغه کړنې وغندي چې د نړیوالو او بشردوستانه اصولو سره په ټکر کې دي او د مهاجرینو پر ساتنې ټینګار کوي.

د بشري حقونو دغه سازمان همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر سعودي چارواکو فشار راوړي چې د نړیوالو قوانینو مراعات کړي.

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یمن کښې د خدماتو په برخو کښې په خپلو فشارونو اصرار کوي. په همدې دلیل د یمن سختې محاصرې د خلکو د ژوند په مختلفو برخو په تیره بیا د روغتیا په ډګر باندې منفی اغیزې کړی دی او دې مسلې د یمن د ناروغانو لپاره له ډیرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي