برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

محمد علي الحوثي: په یمن کې اوربند موږ ته ګټه نه ده رسولې

د یمن د سترې انقلابي کمیټې مشر اعلان وکړ چې اوسني اوربند هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او د یمن خلک ترې راضي نه دي.


محمد علی الحوثی په یمن کښې د سعودی ائتلاف له خوا د اوربند خلاف ورزیو ته په اشارې سره وویل: اوربند به د تل لپاره دوام ونه کړي تر څو چې د یمن د ولس بریا درک نه شي او محاصره په بشپړه توګه ختمه نه شي او د سعودي ایتلاف بریدونه ودرول شي.

د المیادین په وینا، د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: اوسنی اوربند د یمن د انقلاب د مشر عبدالمالک بدر الدین الحوثي له خوا څیړل کیږي. ځکه دغه اوربند تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې او موږ ترې راضي نه یو.

تېره میاشت د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یمن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند د تمدید اعلان وکړ. د ګروندبرګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې ښکېلو غاړو د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز منلی چې په یمن کې دې په ورته مخکیني شرایطو سره د نورو دوو میاشتو لپاره اوربند وغځول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي