برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

تر ۸ زرو زیات یمني ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي

آریانانیوز: پر دغه هیواد د یرغل له پیله تراوسه څه دپاسه اته زره یمنی ماشومان د سعودی-امریکایی ائتلاف له خوا وژل شوی او ژوبل شوی دی.


د بشری حقوقو سازمان انتصاف اعلان کړی دی چې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې په یمن د سعودی-امریکایی ائتلاف د حملې له پیل راهسې تراوسه ۳ زره ۸۶۰ یمنی ماشومان وژل شوی او څلور زره ۲۵۶ نور ماشومان ژوبل شوی دی.

د بشری حقوقو د دغه سازمان د رپوټ له مخې د سعودی ائتلاف د حملو په نتیجه کښې څه د پاسه شپږ زره یمنی وګړی معلول شوی دی چې له دې ډلې ۵۵۹ تنه یې ماشومان دی.

په دغه راپور کې راغلي دي: د ښوونځي د عمر له لسو میلیونو یمني ماشومانو څخه دوه میلیونه او ۴۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي. همداراز د یمن د ولس د هر اړخیزې محاصرې او د خوارځواکۍ د زیاتیدو په وجه څه دپاسه دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.

د دغه راپور له مخې، ۶۳۲ زره یمني ماشومان په حاد او وژونکي خوارځواکۍ اخته دي.

سعودی عربستان د ۱۹۹۴ میلادی کال د حمل له شپږمې نیټې راهسې د متحده عربی اماراتو په شمول د څو عربو هیوادونو د ائتلاف په بڼه د امریکا د شنه څراغ په ښودلو او د صهیونیسټی رژیم په ملاتړ سره پر یمن – تر ټولو بې وزله عرب هیواد – باندې پراخ بریدونه پیل کړل.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي