برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجمال خاشقجی دقتل دوسیه به نړیوالې محکمې ته وړاندې کول

آریانانیوز: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی که ضرورت شی ، نو پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې دوسیه به نړیوالې محکمې ته وړاندې کړی .


هغه وئیلی دی ،ترکیه به د سعودی عربستان دغه نیوکه کونکی خبریال دقتل موضوع تعقیب کړی او دنړیوال عدالت دروازه به هم وټکوی .
دترکیې ولسمشر همداراز د جمال خاشقجی د وژلې دوسیې په وړاندې د اروپایانو دوه ګوڼی کړچار هم ورټه او وې وئیل دوی په هرې موضوع کې تر ټولو زیاتې خپلې ګټې په نظر کې نیسی او انصاف او عدالت اجرا کیدو سره هیڅ ګروهنه نه لری .
داپه داسې حال کې دی چې دامریکا خارجه وزارت پرون د ۲۰۱۸کال دبشری حقوقو په کلنی راپور کې دجمال خاشقجی د وژلې په باب هیڅ نه دی وئیلی او ددغې وژلې داصلی جنایتکار قاتل اوفرمان صادرونکی سعودی ولی عهد په باب ئې هیڅ خبره نه ده کړې ،بلکې ډیری شناندی اوکارپوهان وائی چې امریکا له خپلې خوا دجمال خاشقجی د قتل په دوسیې کې ئې هغه محمد بن سلمان بَری کړی دی ، چې د وژلې په دغه جنایت کې ئې رول ټولو ته روښانه شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي