برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بن سلمان د خاشقجی د وژلو حکم صادرکړېدې

آریانانیوز: د امریکا سی ، ای ، اې ، دې نتیجې ته رسیدلی چی بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل حکم صادر کړې دې .


د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ ولیکل د عربستان ولیعهد بن سلمان د استخباراتی سرچینو د راپورونو له ترلاسه کولو روسته د جمال خاشقجی د وژلې حکم صادر کړې دې .
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې هغو خبرو سرچینو چی غوښتل نوم یې وانخستل شی ، نوموړی ورځپاڼۍ ته ویلی دی د امریکا سی ، ای ، اې ، دې نتیجې ته رسیدلی چی بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل حکم صادر کړې دې .
د دغو سرچینو د راپور په اساس ، سی ، ای ، اې دغې ارزونې ته درسیدا لپاره بیلا بیلې استخباراتی سرچینې جاجولی دی .
د امریکا جاسوسی ادارې ، سی ، ای ، اې په واشنګټن کې د عربستان د سفیر خالد بن سلمان له خاشقجی سره ټیلی فونی تماس هم اوریدلې دې چی خاشقجی ته یې ویلی وو د خپلې اړتیاو وړ اسنادو د ترلاسه کولو لپاره باید په استنبول کې د عربستان کونسلیټ ته مراجعه وکړی او دا کار به هغه لپاره خطره رامینځته نکړی .
واشنګټن پوسټ ولیکل چی له خاشقجی سره د خالد بن سلمان ټیلی فونی تماس او کونسلیټ ته د هغه د ورتلو لپاره غوښتنه د عربستان د ولیعهد بن سلمان په غوښتنه ترسره شوی ده .
یوه امریکایی چارواکی چی د سی ، ای ، اې له جاجونو خبر دې ، ویلی دی هغه مسله چی منل شوی ده ، دا ده چی امکان نلری داسی پیښه د بن سلمان له خبرتیا یا ګډونه پرته ترسره شوی وی .
له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو واشنګټن پوسټ ته ویلی دی چی ټرمپ په غیر څرګندو ټولنو کې په دغه ترور کې د بن سلمان رول شواهدو ته اشاره کړی ده .

شریک یي کړئ!