برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجمال خاشقجی په وژنې کې دډونالډټرمپ زوم رول

آریانانیوز: د امریکا په کانګرس کې یوه ډیموکراټیک استازی خواکین کاسترو له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، جراډ کوشنر د عربستان د دښمنانو په لیسټ کې د جمال خاشقجی دنامې په شاملولو سره د دغه خبریال د وژلې عامل دی .


دکاسترو په وینا، دامریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جراډ کوشنر داستخباراتی ځواک څخه په مرستې سره دغه لیسټ محمد بن سلمان ته ورکړی ؤ او دعربستان ولی عهد هم د دغه لیسټ په اساس عمل کړی دی .
د امریکا د کانګرس دغه ډیموکراټیک استازی په بابد امریکا د استخباراتی چارواکو له خوا دلازیاتو څیړنو غوښتنه کړې ده .
دامریکا امنیتی چاروالکو له دې مخکې هم د سعودی عربستان له ولی عهد سره د ډونالډټرمپ د زوم دنزدې اړیکو په باب خبرداری ورکړی ؤ .
یوه ډیموکراټیک سناتور الیزبت وارن هم د جمال خاشقجی د وژلې په غبرګون کې وئیلی دی ، امریکا او درسته نړۍ باید په دې غبرګون و ښئ ، خو ګواکې ډونالډ ټرمپ داسې څه نیّت نه لری .سناتور کریس مورفی هم د جمال خاشقجی د وژلې په باب ددروغو وئیلو په دلیل پر عربستان په سختو نیوکو سره دامریکا له حکومته غوښتی دی ، په دغې موضوع دې کلک غبرګون وښئ .
داپه داسې حال کې دی چې د سعودی عربستان ځینو لوړپوړو حکومتی ادارو هم د ترکیې په استانبول کې د عربستان په کونسلګرۍ د اخل کې د جمال خاشقجی وژله تائید کړې ده .
همداراز شپیګل اونیزې هم راپور ورکړی ، دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل هم له بیلد خپرونې سره په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې له خوا د آل سعود کورنۍ په ضد په دې باب د سخت او جدی غبرګون غوښتنه کړې ده .
همداراز زمونږ خبریال هم راپورراکړی دبې پولې خبریالانو د ټولنې عمومی منشي کریسټوفر ډلوار هم پخپل ټولنیز چینل کې په دې باب په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ، دسعودي خبریال په وژلې کې له سعودی عربستان سره هرډول سازباز دخبریالانو دتښتولو او یا وژلو لپاره آل سعود رژيم ته دبشپړ اجازت ورکولو او دریاض د چارواکو د چلند د تائيدولو په معنا دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي