برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ بالاخره د خاشقجی وژله ومنله

آریانانیوز: د ترکیې د رسندویو د راپور په اساس د خاشقجی د وژلې لپاره له عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته راغلی وه او د خاشقجی وژله د بن سلمان د ساتونکو کار دې .


د امریکا ولسمشر بالاخره د دې خبرې په کولو سره چی داسې ښکاری خاشقجی مړ دې ، وویل که سعودیان د هغه په وژله کې رول ولرلې شی نو له سختو پایللو سره به مخامخ شی .
د رویټرز ټیلی ویژیونی جینل له راپور سره سم ډونالډ ټرمپ پرون د خبریالانو په ټول کی د جمال خاشقجی د وژلې د تاییدولو په ترڅ کې د دغه خبریال په وژله کې د سعودیانو د رول او ریاض لپاره د هغه د پایلې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کی وویل دا یو ډیر بد څیز دې باید وګورو چی څه کیږی .

خاشقجی د اکتوبر په ۲ نیټه په تریکه کی د عربستان کونسلیټ ته لاړ او بیا بې درکه شو تر دې چی څو ورځې وروسته د ترکیې حکومت او رسندویو د کونسلیټ دننه د هغه د بوږنونکی وژلې خبر ورکړ .
خاشقجی د عربستان په ولی عهد بن سلمان نیوکه کونکې بلل کیږی او د خپل ځان د ساتلو لپاره له عربستانه امریکا ته لاړ وو .
د ترکیې د رسندویو د راپور په اساس د خاشقجی د وژلې لپاره له عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته راغلی وه او د خاشقجی وژله د بن سلمان د ساتونکو کار دې .
ځینې شناندی وایی امریکا د خاشقجی د دوسیې د تړلو په بدل کی له عربستانه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کړی دی او اوس غواړی چی د بن سلمان د ساتلو لپاره د عربستان یو لوړ رتبه جنرال د خاشقجی د وژلې عامل معرفی کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي