برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

آل سعود رژیم دجمال خاشقجی دقتل درست آثار له مینځه وړی دی

آریانانیوز: دترکیې دلوئې څارنوالۍ ددفتر یوې سرچینې له الجزیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې ټینګار کړی ، د عربستان دڅیړنیز ټیم دزهر پیژندنې کارپیژاندو احمد الحنوبی اوخالد الزهرانی په استانبول کې پخپل اوه ورځنی پاتیکیدا کې د جمال خاشقجی د قتل دجرم درست شواهد اوآثار له مینځه وړی دی .
دترکیې دلوئې څارنوالۍ د دفتر دغې سرچینې ټینګار کړی ، د ترکیې لویه څارنوالۍ د خاشقجی د مړی دموندلو لپاره پلټنې درولی دی ،ځکه چې نوره لټونې هیڅ ارزښت نه لری .
له دې مخکې د ترکیې د لوئې څارنوالۍ ددفتر یوې سرچینې الجزیره ته وئیلی وو، په استانبول کې د عربستان د سرکنسول په کور کې هائیډرو فلوریک ایسډ او نور کیمیائی مواد موندل شوی او دترسره شوو څیړنو دنتیجو په اساس ، دجمال خاشقجی مړی ، په ایسډونو سره په بشپړ ډول له مینځه وړل شوی دی .
پر آل سعود رژیم نیوکه کونکی عربستانی خبریال جمال خاشقجی داکتوبر په دوهمه دترکیې په استانبول کې دعربستان کونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته بې درکه شو او بیا دیارلس ورځو چپتیا وروسته دعربستان لوئې څارنوالۍ دعربستان په کونسلګرۍ کې د هغه په وژلې اعتراف وشو ، خو مړی ئې په بشپړ ډول له مینځه وړل شوی دی .

شریک یي کړئ!