برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودی عربستان چارواکو خبریال وژلی دی

آریانانیوز: د امریکا سی این این ټیلی ویژن بیګا د ترکیې دیوه(۱) حکومتی چارواکی په قول وویل د سعودی عربستان په ال سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی په استنبول کښې د سعودی عربستان د کنسولګرۍ دننه وژل شوی او مړی یې بیا ټوټې ټوټې کړی شوی دی .

د قطر الجزیرې ټیلی ویژن هم د ترکیې د یوې(۱) خبرې سرچینې په قول وویل د سعودی عربستان دامنیتی ځواکونو ځانګړی ډاکټر صلاح الطیفی په استنبول کښې د عربستان د کنسولګرۍ دننه د خبریال جمال خاشقجی مړی ټوټې ټوټې کړی دی .
دقطر الجزیرې ټیلی ویژن زیاته کړه خاشقجی په اوو(۷) دقیقو کښې وژل شوی دی .
الجزیرې ټیلی ویژن وویل د سعودی عربستان دامنیتی ځواکونو ځانګړی ډاکټر صلاح الطیفی له خپلوملګرو او دوستانو غوښتی وو چې د خبریال جمال خاشقجی د مړی د ټوټې ټوټې کولو په وخت موسیقۍ واوری .
دسعودی عربستان ال سعود دیکتاتور رژیم چې هیڅ ډول نیوکه او مخالفت نه زغمی خبریال جمال خاشقجی دترکیې په استنبول کښې په خپلې کنسولګرۍ کښې وژلی او بیا یې مړی بهر وړی دی .
دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنینشل هم ویلی د جمال خاشقجی د مړینې معنا دا ده چې نیوکه کونکی حتی د سعودی عربستان دباندې هم د ژوند امنیت نلری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array