برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افریقا د عربستان او اماراتو سره دقطر د مقابلې اوسیالۍ ډګر

آریانانیوز: دقطر حکومت دلیبیا په داخلی چارو کېدعربستان او متحده عربی اماراتو په لاسوهنې په نیوکو سره اوهمداراز له مراکشه ددغو دواړو ګوت وهونکو هیوادونو په اړیکوکې له تاؤتریخوالی څخه په استفادې سره په افریقا کې د خپل نفوذ دپیاوړی کولو هڅه کوی .



دلیبیا د ملی پوځ قوماندان جنرال خلیفه حفترداپریل له څلورمې نیټې راهسې ددغه هیواد پر پلازمینې طرابلس حمله کړې او د فایز السراج په مشرۍ دملی وفاع حکومت او لیبیا په ختیځ کې دطبرق حکومت ترمینځ په دغه هیواد کې نوی نښتې چې جنرال حفتر ورځینی ملاتړ کوی ،رامینځةشوی دی .تر دې دمه دخلیفه حفترله اقدامه د مصر،عربستان اومتحده عربی اماراتو دملاتړ په باب ډیری راپورونه خپرۀ شوی دی . فایز السراج او دملی وفاق حکومت ځینی چارواکو په کرتو دلیبیادپوځ له قوماندانه دبهرنیو لوبغاړو په ملاتړونو سختې نیوکې کړی دی .
د قطر حکومت چې دملی وفاق حکومت ملاتړ کوی،او نړیوالې ټولنېهم دغه حکومت په رسمیّت پیژندلی دی،څوځله ئې دلیبیاپه بحران کې د عربستان ،اماراتو او مصر دحکومتونو په کړچار نیوکې کړی او وئیلی ئې دی،دغه هیوادونه په لیبیا کې دداخلی نښتو دزیاتیدا لامل کیږی .
په همدې باب د قطر خارجه وزیرمحمد بن عبدالرحمن داپریل په ۲۹نیټه په یوه ټولنیز پیغام کې په لیبیا کې وروستۍ حملې او بدلونونه،سیاسی نفاق بللی او لیکلی ئې دی،ځینی هیوادونه چې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې مدعی هم دی،دعربو ملتونو په ضد له خپلوترهه ګریزو آوزارونو استفاده کوی .د قطر دخارجه وزیر اشاره،له ترهه ګرۍ دعربستان او اماراتو ملاتړته ده،په داسې حال کې چې دغه هیوادونه د قطر او ایران په څیر د هیوادونو دتورنولو له لارې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې مدعی هم دی .
دلیبیا پر میدان سربیره،قطرهڅه کوی ،له مراکش سره د عربتسان او اماراتو په اړیکو کې له تاؤتریخوالی په رباط کې د خپل نفوذ دپیاوړی کولو لپاره استفاده وکړی.له دې وروسته چې دعربستان العربیّه ټیلیویژنی چینل د لویدیځی صحرا په باب چې د یوه بیلتون غواړی سیمه ده،یو مستند راپور خپور کړ،دمراکش اوعربستان په اړیکو کې تاؤتریخوالی رامینځةشو ځینو خبری سرچینو وئیلی دی ،چې رباط له ریاضه خپل سفیر بیرته وربللی دیاود یمن په ضد دسعودی په مشرۍله تش په نامه ائیتلافه هم وتلی دی.متحده عربی اماراتوهم تیره اونۍ دمراکش په پلازمینې رباط کې خپل سفیر وربللی او دغه اقدام ئې د فوری ایکشن فیصله بللې ده .
دعربستان او اماراتو ددغو اقداماتو په مقابل کې،دقطرامیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی له مراکش سره داړیکې، په لومړیتوب کې راوستی او په رباط کې ئې بیړنی سفیر ټاکلی دی.بیړنی یا ځانګړی سفیر د ډیپلوماټیک سفیر لومړنی درجه ده .
دقطر په بهرنی سیاست کې چلندونه او کړنې دډې ګواه دی،چې دوحه نه یوازې دعربستان،مصر،اماراتو او بحرین څلورو عربو هیوادونو په وسیله د کلابندۍ او بایکاټولو له امله له داخلی مشکلاتو وتلی دی،بلکې له دغو څلورو عربو هیوادونو سره په اړیکو کې د تاؤتریخوالی په دوام خپه هم نه دی .پر دې سربیره،قطر له دغه تاؤتریخوالی،له هغو هیوادونو سره داړیکو د پیاوړتیا لپاره استفاده کوی،چېله ریاض اوابوظبئ سره په اړیکو کې له مشکل سره مخامخ شوی دی .په بله وینا،قطر له خپلو رسندوئیظرفیَته په تیره بیا له الجزیره ټیلویژنی چینله په استفادې سره ،په نورو هیوادونو کې د عربستان او متحده عربی اماراتو په لاسوهونکو سیاستونو نیوکې هم کوی او دا د لیبیا په څیر په هیوادونو کې دداخلی تاؤتریخوالی د زیاتولو لپاره یو مهم عامل معرفی کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي