برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پنټاګون – افغانستان کې ډېر نه پاتې کېږي

آریانانیوز: د امريکا متحده ايالتونه غواړي، چې په افغانستان کې پراخ ډيپلوماټيک شتون ولري او پنټاګون نه غواړي، چې خپل پوځيان يې تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې شي.


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په پنټاګون کې له دفاع وزير جيمز مټیس سره يوې خبري ناستې ته وويل، چې امریکا کله هم په دومره اوږدې بهرنۍ جګړې کې نه وه ښکېل شوې، چې کومه جګړه له ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې پيل شوې او دغه جګړه د سخت دريځو ډلو پر ضد د لنډې مودې لپاره پيل شوې وه.
د ټرمپ اداره هڅه کوي، چې د افغان عسکرو د ملاتړ لپاره پراخ کمپاين پيل کړي، تر څو د طالبانو د زياتېدونکي قوت پر وړاندې جګړه وکړي او په عين حال کې امریکا د ناټو ځواکونو نهم مشر هم افغانستان ته لېږلی دی. جنرال اسټن سکاټ ميلر په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو نهم مشر قومندان ټاکل شوی، په داسې حال کې، چې تر ده وړاندې اتو وتلو جنرالانو دغه جګړه ونه شوی ګټلای.
د امريکا دفاع وزير هغه ګنګوسې هم رد کړې، چې ګواکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړه بلک واټر بدنام شرکت ته سپاري.
جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د اوږدمهالي شتون فکر نه لري او زياته کړې يې ده، چې «موږ په جنوبي اسيا کې ډيپلوماټيکې ګټې لرو او د دغو ګټو لپاره غواړو په سيمه کې پراخ ډيپلوماټيک اغېزناک شتون ولرو.»
امریکا په افغانستان له سلو زرو زيات پوځيان درلودل، خو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۱۴ په پيل کې د دغو پوځيانو شمېر راکم شو او د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال امريکا په افغانستان کې پنځلس زره پوځيان لري.
د امریکا لوی درستيز ويلي، شونې ده، چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر تر دې هم راښکته کړي، خو امريکا د سيمې او اوروپا په ګډون په جاپان، جرمني او جنوبي کوريا کې له څو لسيزو راهيسې خپلې پوځي اډې لري.
د امریکا دفاع وزير او لوی درستيز په پنټاګون کې ګډې خبري ناستې ته وويل، چې د افغانستان جګړه د زور پر ځای د سوله ييزو هڅو له لارې هواريدای شي او پر طالبانو يې هم غږ کړی، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې لاره خپله کړي.
جيمز مټیس ويلي: «موږ هېڅکله دا نه دي ويلي، چې دا يوه اسانه جګړه ده، طالبانو ته هم وايو، چې د زور له لارې دوی دغه جګړه نه شي ګټلی.»
د امریکا دفاع وزير ويلي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغانان د روانې جګړې قربانيان دي او په طالبانو کې د اوربند لېوالتيا مخ پر زياتېدو ده، څرنګه چې په تېر کوچني اختر کې ټولو ته روښانه شوه، خو طالبانو په تېر لوی اختر کې د ګډ حکومت له لوري د اوربند وړانديز رد کړ.
جيمز مټیس هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان جګړه به د سولې له لارې هواره شي او له طالبانو سره د سولې خبرو ته په مثبت نظر ګوري.
د ټرمپ اداره لا هم په دې باور ده، چې د پوځي فشارونو له لارې به طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو طالبان لا هم ټينګار کوي، چې د کابل ادارې سره د سولې خبرې نه کوي او غوښتنه کوي، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد امریکا له دوی سره مخامخ خبرو ته حاضره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي