برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فارین افیرز: ولي د امریکا لپاره د سولې خبرې غوره لاره ده؟

هره ورځ په افغانستان کې ۱۵ زره میشت امریکايي عسکر د امریکا په اوږده جګړه کې برخه اخلي. په ۲۰۱۸ کال کې به دغه جګړه د امریکا دفاعي بودیجې ته د ۴۵ ملیارده ډالرو په ارزښت تمامه شي، په دغه اندازه پیسو باندې د مکسیکو پر پوله هغه دیوال دوه ځله جوړیدای شي د کوم لپاره چې ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې وړاندیز کړی.



ټرمپ، چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د افغانستان څخه د پوځونو پر ایستلو ټینګار کاوه، دده لپاره مناسب فرصت وو چې بدلون را منځته کړي، خو د بدلون پر ځای، هغه افغانستان ته اضافي پوځونه ولیږل او پر پوځي بریا یې ټینګار وکړ، کومه چې به هیڅکله ترلاسه نه شي. امریکا پخوانۍ ناکامې تګلارې ته ادامه نشي ورکولای

د امریکا چارواکي په دغه جګړه کې د ستراتیژیک ګوزڼ سره مخ دي، په شپاړس کلنې اوږده جګړه کې تر اوسه هم د واشنګټن اساسي اهداف نه دي بدل شوي: تروریستي ګروپونه له پښو غورځول او ختمول، په سیمه کې یو ځل بیا د هغوی د راټولیدلو او پناه ځایونو د جوړیدو مخنیوی.
د دغو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره تګلاره هم هغسي ادامه لري: په پاکستان او افغانستان کې د تروریستي ګروپونو پر ضد وسلوال عملیات، او د دواړو هیوادونو د حکومتونو سره مرسته تر څو خپله امنیتي وړتیا لوړه او ښه حکومتولي را منځته کړي.
خو سربېره پر دې چې د امریکا دریوو ولسمشرانو هر څومره هڅه وکړه، پایله یې هماغه پخوانی نظامي بندوبست دی. د تیري فروري میاشتي پوري دغه بندوبست د امریکايي پوځ ۲۳۰۰ عسکرو ژوند اخیستی دی او د یوه ټریلیون څخه یې تر دوه ټریلیونه پوري ډالر مصرف کړی دی.
د افغانستان خلک د ۲۰۰۱ کال په نسبت په ښه حال کې دي، مګر بیا هم افغانستان او پاکستان د سخت دریځۍ لپاره ښه ګرمې بسترې دي، د القاعده او داعش غوندي تروریستي ډلو لپاره خوندي ځایونه اوس هم شته، او طالبان بیا هم یو منظم ځواک دی چې هم په ولسي سطحه کومک ورسره کیږي او هم د پاکستان څخه بهرنی ملاتړ لري. د ټرمپ له لوري ناپایه نظامي فشار او د پاکستان پر ضد سخت موقف د امریکا اهداف نشي تر لاسه کولای. امریکا باید د پخوانۍ ناکامي تګلارې د ادامې پرځای د خبرو له لاري د جګړې پر پای ټینګار وکړي.
اکثره امریکايي چارواکي ادعا لري چې د طالبانو یا نورو مخالفو وسلوالو ډلو سره بریالي مذاکرات ناشوني دي، خو که رشتیا ووایو، واشنګټن کله هم په خپل ټوله وس او توان (پوځي، استخباراتي او اقتصادي سرچینو له لاري) د سولې پروسې لپاره جدي هڅه نه ده کړې.
دا نظریه د توجیه وړ ده چې، که امریکا په ټولو امکاناتو وغواړي، د سولې لپاره کار کولای شي. دا به د ټرمپ لپاره تر ټولو غوره لاره وي، چې د امریکايي پوځیانو سره په وعدې وفا وکړي او خپل د «بریا پلان» ته عملي جامه ور واغوندي.
سولې ته فرصت ورکړئ
د افغان شخړې د خاتمې لپاره سیاسي حل لاره تر ۲۰۱۰ پوري د امریکا په اجنډا کې نه وه، هغه مهال چې جګړه نهم کال ته داخله شوې وه، د افغانستان جګړه د امریکې لپاره د توجه اساسي نقطه هم نه وه. ډیرو فکر کوی چې سیاسي حل یوه غولوونکې مفکوره ده او د تروریزم سره د جګړې عملیات کمزوري کوی. طالبانو په خبرو کې دلچسپي نه درلوده او حتی که دوی درلوده هیڅ مناسبې معاملې شتون نه درلود، خو دا بې منطقه وه او دا مفکوره تر اوسه هم سمې اروزنې ته نشي ټینګېدای.
لومړی، هرکله چې امریکا پر نظامي فشار ټینګار کړی، طالبانو سمدستي د مذاکراتو وړاندیز کړی، چې تر ټولو نیژدې مثال یې د فبروري پر ۱۴مه نیټه د امریکا ولس ته د طالبانو لیک وو، خو په هر صورت او هر حال کې، امریکا کله هم د طالبانو وړاندیز ته د ځواب ورکولو لپاره پلان نه درلود. سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي چې په افغانستان کې يې ګټې دي، هم د سولې پر پروسې ټینګار کوی، مګر دوی د امریکا د پوځي او اقتصادي حضور له امله د دغې پروسې مشرتوب په غاړه نه شي اخیستلای.
امریکا کولای شي او ضروري هم ده چې د افغانانو په مشري د سولې پروسې څخه ملاتړ وکړي، خو په داسي حال کې چې امریکا په افغانستان کې تر ټولو ستر پوځي او اقتصادي قوت دی، هر څه پر افغانانو ور تپل او د هغوی څخه تمه کول د فرصتونو د ضایع کولو سبب ګرځي. د سولې د بهیر د پيل لپاره د امریکا د جدي هڅو پرته هیڅ سیاسي جوړ جاړی ممکن نه دی.
د افغانستان جګړه له دریو زاویو څخه مهمه ده: لومړی د افغانانو خپل منځي جګړه، د طالبانو په ګډون چې د ټول افغانستان د نیولو او کنټرول حاصلولو په لټه کې دي.
دوهم د سیمه ییزو قوتونو تر منځ په افغانستان کې د نفوذ او تاثیر لرولو لپاره سیالي، لکه هندوستان، ایران، پاکستان او روسیه.
او دریم د امریکا په مشري د هغو تروریستانو پر ضد نړیواله جګړه چې ځانته د لومړیو دوو جګړو څخه په استفادې خوندي ځایونو ترلاسه کوي.
هر دیپلوماتیک جوړجاړی باید په پورته درو سره برخو کې پرمختګ را منځته کړي.
تر ټولو مهمه داده چې د جوړجاړي وروسته په افغانستان کې د طالبانو حیثیت کلیدي دی، د سولې په تل پاتې معامله کې به طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه پيژندل کیږي، تر یوه داسي اساسي قانون لاندي چې د ټولو افغانانو ابتدائي حقوق خوندي کوي، په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو حقوق. ددې لپاره به حتمي وي چې په اساسي قانون کې بدلون را منځته شي. د افغانستان د حکومتي نظام په اړه د سیاسي جوړجاړي پایله کیدای شي هر څه وي، پارلماني، فیډرالي او یا اوسنی ریاستي نظام..
په راتلونکي جوړجاړي کې به تر ټولو سخت ټکي د افغانستان پر پوځي ځواک او د هغوی د عملیاتو پر میکانیزم باندي د کنټرول موضوع وي، همداسي نړیوال امن ساتونکی ځواک به د چا او څرنګه وي، دا هغه موضوعات دي چې سخت بلل کیږي.
طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باندي ټینګار کوي، خو دا به وخت اخلي.
د امریکا او ناټو د ځواکونو پر ځای بهرني ځواکونه کیدای شي د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي او یا هم د مسلمان هیوادونو امنیت ساتونکي ځواکونه افغانستان ته داخل شي، خو د تروریزم پر ضد جګړییز عملیاتو لپاره او همداسي د کورنۍ د جګړې څخه د مخنیوي لپاره به بیا هم د امریکا او ناټو یو شمیر ځواکونو ته د یو څو کلونو لپاره اړتیا وي.
د سیمه ییزو قوتونو د اندېښنو او غوښتنو تر منځ توازن ساتل هم کیدای شي د سولي تړون را منځته او یا هم مات کړي. پاکستان په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کول غواړي. دوی به په هیواد کې په ځانګړي ډول د هندوستان د نفوذ د مخنیوي لپاره د افغانستان په حکومت کې د هغو طالب مشرانو غوښتنه وکړي چې په تیره لسیزه کې يې دوی ملاتړ کړی، دا به د هغو افغانانو او امریکایانو لپاره سخته پرېکړه او لوی قیمت وي چې په کلونو یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې. خو بیا هم پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر اشرف غني دواړو امادګي ښودلې چې د پاکستان اندېښنو ته به پاملرنه کوي چې په هغو کې حکومتي چوکیو ته د طالبانو را ګرځېدل هم دي. که په مناسب ډول ډاډ تر لاسه شي، پاکستان باید داسي یو خپلواک افغانستان ومني چې د هندوستان سره ښې اړیکې لري. که چیري ډاډه نه شي، پاکستان به د هر احتمالي جوړجاړي پر وړاندي اول تخریبونکی وي.
هندوستان افغانستان ته داخل شو تر څو د طالبانو له واکمني وروسته د پاکستان نفوذ کم کړي، چین بیا غوښتل چې د ازادي غوښتونکو غوریانو پر وړاندي د افغانستان څخه ګټه پورته کړي، چین د افغانستان سره ۵۷ میله سرحد لري. د ۲۰۰۱ راهیسي، هندوستان او چین دواړو ډیر لوی اقتصادي پرمختګ وکړ، چې دا د دوی لپاره یو بل مهم سبب شو تر څو په سیمه کې د تجارت او مالي سرچینو لپاره ثبات ولټوي او افغانستان ته لاسرسي ولري. هندوستان په افغانستان کې د ډیر ځنډیدلې نل لیکې پروژې په برخه کې پر وړاندي روان ده، او همداسي يې د ایران چابهار بندر له لاري افغانستان ته د غنمو صادرات پيل کړي دي.
د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه پاکستان ته د امریکا د فشار څخه د خلاصون زمینه برابره کړې، ځکه چې پاکستان د امریکا بدیل په چین کې ویني، پاکستان او چین دواړه غواړي چې د چین د ۵۰ ملیاردو ډالرو پانګي اچونې پر وړاندي د تروریستي ګواښونو مخنیوی وکړي، او د افغانستان سره د پاکستان جوړجاړی به ټوله لوبه بدله کړي.
د طالبانو سره همنظره، ایران، روسیه او چین هم غواړي پوهه شي چې کله به امریکايي ځواکونه له سیمې پښې سپکوي، دوی شک لري چې کیدای شي د حامد کرزي هغه نظر سم وي چې وايي امریکا په قصدي ډول جګړې ته ادامه ورکوي تر څو په افغانستان کې د خپل شتون لپاره اسباب ولټوي. خو دغه ډار چې امریکایان د ابد لپاره په افغانستان کې پاتې کیدل غواړي، امریکا ته زمینه جوړوي تر څو په راتلونکي جوړجاړي کې خپل شرطونه پر ټولو اړخونو وتپي.
دیپلوماتیک عجز:
د افغانانو په مشري د سولې لپاره د کابل پروسه چې دوهمه غونډه یې د فبروري میاشتې پر ۲۸مه نیټه هغه مهال تر سره شوه، چې افغانان د طالبانو د بریدونو له امله سربداله شوي وه، چې په هغو کې د امبولانس په واسطه د کابل په زړه کې هغه برید هم راځي چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول. هیڅ توقع نه کېده، خو سربېره پر هغه، اشرف غني طالبانو ته د هر نوعه شرطونو ایښودلو پرته د خبرو وړاندیز وکړ.
د کابل د ویشل شوي ملي یووالي حکومت له لوري دغه وړاندیز یو ډیر لوی بدلون وو، دا بدلون د عبدالله او اشرف غني په توافق د افغانستان په سرتاسرۍ کې د بانفوذه ډلو سره تر مشورې او اوږدو بحثونو وروسته را منځته شو.
د حکومت له لوري دغه وړاندیز او تحرک د درجنو هیوادونو او نړیوالو موسسو له لوري وستایل شو، حتی د هغو چې عموما په نظر کې یې توافق ډیر ستونزمن وي، لکه ایران، روسیه، امریکا، هندوستان او پاکستان له لوري یې هم هرکلی وشو.
دا کیدای شي هیله بښونکي وي، مګر بیا هم امریکا ډېره لیري ده چې دا وعده پوره کړي.
امریکا ترا وسه د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازی نه لري، د خاص استازي دفتر تېر کال په اکتوبر میاشت کې بند شوی، خو تر اوسه حتی د بهرنیو چارو په وزارت کې ددغه سیمې (جنوبي اسیا) لپاره د سلاکار په توګه څوک نه دی معرفي شوی.
د ټرمپ ګړندي نظامي ګامونو دیپلوماتیک فرصتونه ایجاد کړي، که چیري ورسره په پالیسي کې جدي بدلون نه وي، دا فرصتونه به هم ضایع شي، او دا هغه ستونزه ده چې هر وخت یې په افغانستان کې د امریکا هڅې ناکامې کړي.
ټرمپ د اګست ۲۰۱۷ په وینا کې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژي په اړه وویل: «مونږ د ولسونو جوړونکي نه یو، مونږ د تروریستانو وژونکي یو».
هغه بیا د جنرال نیکولسن غوندي تکړه مشر د نظامي فشار زیاتولو او افغان ځواکونو د روزلو لپاره په دنده وګماره، خو په سیاسي ډګر کې هیڅ ورته پانګونه نه ده شوې، چې له مخې یې باید پوځي ځواک خپل عملیات او اهداف تر لاسه کول د دیپلوماتیکې پروسې سره یو ځای عیار کړي. د ولس جوړونې، سولې رامنځته کولو او تروریزم سره جګړې په اړه پالیسیاني باید په یوه وخت کې عیاري شي نه داچي هر یوه ځانته بیله وي.
لادرکه سوله:
ددغې جګړې په هر پړاو کې، وسلو او پیسو تر دیپلوماسۍ او سیاست ډېر اهمیت درلود، خو دا کیدای شي بدلون ومومي، که چیري امریکايي چارواکي وتوانیږي، طالبانو ته قناعت ورکړي چې د سیاسي پروسې له لارې خپلو اهدافو ته رسیدی شي او هغوی ته دا واضحه کړي چې د بهرنیو ځواکونو ایستل د امریکا له ریښتینو اهدافو څخه یو دی.
طالبان باید په دې پوهه شي چې د واشنګټن سره جوړجاړي ته رسیدلو لاره حتما باید یوه وي چې د افغانستان د حکومت سره په همغږۍ به پر مخ ځي.
که امریکا د کابل پروسه د سولې راوستلو لپاره یوازینۍ او اساسي لاره وټاکي، په دې سره به د طالبانو پر مخامخ ټینګار اثر اندازه شي او هم به د سولې پروسې څخه د افغان حکومت د ګوښه کېدو اندېښنې جواب شي.
د کابل او سیمه ییزو لوبغاړو سره په نیژدې همغږۍ او طالبانو سره په منظمې – او مخامخ – ښکېلتیا سره کیدای شي ابتدائي اړیکې د یوه نړیوال منځګړي په شتون کې د سولې په یوې کامیابې پروسې بدل شي.
کابل ته په خپل وروستي سفر کې، دفاع وزیر جیمس ماټیس وویل، امریکا ځیني اشارې تر لاسه کړي چې د طالبانو ځیني ډلې خبرو ته لیوالتیا ښيي. ددې لپاره چې د مذاکراتو په اړه د امریکايي چارواکو د خولو تر خبرو تېر شو، جیمس ماټیس باید پر ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړي چې لاندي درې کارونه تر سره کړي:
لومړی: ټرمپ باید د ځان لپاره خاص استازی وټاکي تر څو په افغانستان کې د امریکا ټولې ښکېلتیاوي وڅاري.
دوهم: امریکا باید د امریکا پوځ او استخباراتي شبکو ته امر کړي تر څو د ولسمشر د خاص استازي سره د سولې په جوړښت کې مرسته وکړي.
دریم: خپل استازی باید د افغانانو او نورو سره د کابل پروسې له لاري کار کولو ته وهڅوي، تر څو نړیوال تسهیل کار وموندل شي چې په غالب ګمان به د ملګرو ملتونو له لاري وی او یا هم د ناروې هیواد له لاري.
واشنګټن په شخړه کې یو مهم او اساسي اړخ دی، دوی نه باید ځان بې طرفه او یا منځګړی وبولي.
د نظامي مبارزو په څېر، د سولې سیاسي پروسه سخته ده او ډېر وخت ناکامیږي هم، مګر د جګړې ختمول باید د هر هغه امریکايي مشر اساسي هدف وي چې جګړو ته ځوانان لیږي.
په تیرو ۱۶ کلونو کې، د ۱۱ سپتمبر وروسته د امریکا د جنګي بهرنۍ پالیسي په دوران کې افغانستان تر ټولو په لوړه بیه تمام شوی دی. اوس یوازي دیپلوماسۍ ته ريښتینې ژمنتیا کیدای شي حالات په بل رخ واړوي.
پای:
* لیکوال د کال ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۱ پوري په افغانستان کې د امریکا د خاص استازي مرستیال پاته شوی او همداسي د کال ۲۰۱۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري د جنوبي او جنوب ختیځ لپاره د امریکا د دفاع وزارت د استازي مرستیال پاته شوی.
نوموړی اوس مهال د امریکايي پرمختګ مرکز (Center for American Progress) لپاره په ملي امنیت، ډیموکراسي، او ټیکنالوژي کې لوی سلاکار دی.

لیکوال: وکرام جې سنګ

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي