برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سوله، اشغال او د سعودي غونډه

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
له هغه و خته چي انسانيت وجود ته راغلی او ادم او حوا رضي الله تعالی عنها په زمکه پښه کښېښوده دحق او باطل تر منځ نزاع او شخړه پيل او تر اوسه دوام لري او دا دحق او باطل تر منځ مقابله به تر قيامته روانه وي ، اهل باطل په هره زمانه کي خپل ټول توان کارولی تر څو دحق لار او لارويان يې ملامت او دريځ يې وربدل کړي او کله چي په دې ونه توانيږي نو بيا دهغوئ د قتل او تيت پرک کولو پروسه په کار اچوي ، او بالمقابل اهل حق ددوئ په وړاندي په کلک او متين عزم او په ستر اخلاص، صداقت او ثبات سره درېدلی، کړاوونه او تکليفونه يې ګاللی او د خپل سر، اهل او مال په بیه يې دلوی الله تعالی په نصرت او توفيق سره دهغوئ پلانونه ورشنډ او خنثی کړي او هم يې مسلمان او مظلوم امت له سرټيټي او ذلت څخه ساتلی .

اوس هم موږ د وخت په داسي برخه کي روان يو چي د حق او باطل معرکه په سخت جوش او خروش روانه ده، له يوې خوا نړيوال کفار او دهغوئ لاسپوڅي غلامان داسلام په ضد خپل هر راز وس او توان کاروي تر څو يا خو د مسلمانانو اسلامي او برحق دريځ او معتقداتو ته تغير ورکړي او يا يې هم د زمکي له مخي واخلي ، له بلي خوا دحق لاري لارويانو هم سرونه په لاس کي اخيستي او د اسلام د مقدس دين د دفاع لپاره د جنګ ميدانو ته وتلي، په خپلو وينو يې خپل دين او وطن ساتلی دی، په افغانستان ، عراق شام، فلسطين وغيره کي ددې هر څه واضح مثالونه موجود دی .
همدارنګه کفار دنظامي فعاليت تر څنګ دمسلمانانو دفکر او معتقد بدلولو لپاره څلورويشت ساعته مصروف دي ، په دې لړ کي له هر راز ممکنه لارو ګټه او استفاده کوي، کله کله اسلام ددهشت او ترهګري په نوم وړاندي کوي ، کله داولسونو دفاعي مبارزو ته د فساد نوم ورکوي، او کله په خپل اشغال باندي په پرده اچولو کي له ځيني مذهبي عناصرو کار اخلي .
دمثال په ډول په افغانستان کي که څه هم نړيوال کفار موجود دي ، شپه او ورځ د بې وزله مومنانو په کورونو دتيارو په وسيله طوافونه کوي ، تل د مسلمانانو کورونو ته د دهشتګرو په پلمه ننوزي، دهغوئ مالونه لټوي، په ډېره بې رحمه لارو يې په شهادت رسولي، بې حسابه مندي يې بوري ، بچي يې يتيمان کړل ، او بشمېره ښځي يې کونډي او ورور يې دخور او خور يې دورور په غم اخته کړل ، مقدساتو ته يې توهين وکړ، او له هيڅ ممکنه وحشته يې منع ونکړل ، چي دا په مستند ډول په تاريخ کي ثبت شويدي ، په افغانانو يې جنګ وتپی او هغوئ يې په خپل منځي اختلافاتو او شخړو کي راګير او له اشغال او نورو ناخوالو يې بې پامه کړل ، خو بيا هم چي کله دافغانستان په اړه چيرته يو کانفرانس او مؤتمر جوړيږي هغه که د علماؤ تر نامه لاندي وي او که په بل نامه وي دافغانستان دې دردېدلي او دردونکي وضعيت ته تصريح خو څه هيڅ اشاره لاهم نه کوي، بلکي د خبرو محور يې يوازي او يوازي پر مسلمان او لسونو انتقاد او له هغوئ نه دتنزل غوښتني وي .
پر ځای ددې چي دوئ د اشغال کوم چي دهر راز قتل او شکنجې مسئول دی پر مفاسدو خبري وکړي او د هغه د خاتمې لپاره کار وکړي د هغه ددوام لپاره شپه او ورځ اخته وي او اشغالګرو ته دمشروعيت لاري لټوي .
يو مثال يې دسعودي عربستان پرونۍ غونډه وه چي دوې ورځي يې دوام وکړ خو متأسفانه چي د نړيوال وحشي ايتلاف پر ظلمونو او وحشتونو يې سکوت وکړ، دافغانستان اشغال ته يې کومه اشاره ونکړه ، بلکي په خپل ناروا سکوت سره يې د هغه دمشروعيت اعلان وکړ ، دا غونډه لا ډېره دردونکې په دې وه چي داسلام دمقدس دين تر عنوان لاندي، د علماؤ په نوم او د مکې مکرمې په سپيځلې خاوره کي تر سره سوه .
خو دا غونډي نوره هم موږ ته ثابتوي چي دکفر او الحاد په چوپړ کي څومره کسان لګيادي خپل وس او توان کاروي ، او کفار څومره داسلام په ختمولو او پرځولو کي حساس دي ، له يوې خوا که پر مسلمان او له طاغوت څخه پر سرکښه قشر باندي نظامي او سياسي فشارونه او ضغوطات واردوي خو له بله پلوه بيا په ډېر کوښښ سره د ځينو سرناخلاصه او دوکه سوي په نوم مذهبي عناصروپه واسطه د مذهب او دين له لحاظه هم فشارونه اچوي ، چي اکثر ناپوه او د بلي لارويان ورته سخت خوشبينه دي ، خو کاشکي دوئ پوهېدلای چي زموږ اصلي دښمن اشغال دی ، موږ دا هر څه مشکلات اشغال راوړي، او کاشکي دوئ يو وار په دې اړه دتاريخ يوه صفحه هم لوستې وای ، او په دې نه پوهيږي چي حق دالله دنصرت تر چتر لاندي اوسي خو مخالفين يې د شیطان او ظاهري اسبابو په اتکاء دخپلو بې معنا خوبونو او سوچونو په صحرا کي ورک دي .
حقيقت دادی چي دا امت دزور تابع نه دی، او نه هم خپله سپېځلي عقيده بدلولای سي ، دا امت پر الله متکيء او د لوی الله جل جلاله نصرت ته اميد وار دی ، هغه پر کوم ظاهري اسبابو باور نلري ، او نه دغرب، شرق وغيره تهديدونو دتسليمي اراده لري، دا امت له اشغال سره سخته کرکه لري، په نړۍ کي اشغال نسي زغملاۍ، چاچي ددې سربکف زلميو تاريخ مطالعه کړيوي په دې واقعيت ښه پوهيږي ، ددې امت هدف يو اسلامي نظام او خپلواکي ده ، سوله او امن يې تر همدې پوري موقوف دی ، که دا نه وي نو بيا تر يوه او بل نامه لاندي سوله محاله او نه کېدونکې ده .
دتعجب ځای خو لا دادی چي په دې قضيه کي دډېرو پوهانو او څيړونکو پوهه لنډه شوې او دډېرو مبصرينوبصارت کار پرې ايښي او ديو شمير په نوم علماوو علم بې ګټي شوی ، ځکه ډېر همداسي کسان مو وليدل چي لا هم دمعضلې په اصلي حل خبره نه کوي بيآ هم ددوئ مخاطبين طالبان دي ، بياهم ددوئ ګوته اولس ته ده ، لا اوس هم داشغال او اشغالګرو او ددې غير اسلامي نظام په نتن او مضراتو پټه خوله او ددې پيښې اصلی لامل يې پت ساتلی دی .
واقعيت دادی چي سوله د اسلامي نظام تر قيام او داشغال تر خاتمې تړلې ده ، که څوک د اسلام او وطن په ګته خبره کوي نو د يرغلکرو پر وتو دي خبره وکړي او دهغوئ پر خلاف دي ږغ اوچت کړي، او دالله تعالی ددې قول په مقتضا چي « وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ » له کفارو او دهغوئ له ناروا او وحشي متحدينو سره د تعلقاتو ختمولو او پرې کولو کوښښ دي وکړي ، تر څو د بل اولاد دنورو په ګټه قرباني نسي .
دا چي هره ورځ امنيتي منسوبين قتل کيږي دا هم ددې اشغال له برکته ، اشغال زموږ وروڼه راته پردې کړل ، اشغال زموږ وروڼه دښمنان او په يوه کلي او کور کي راسره په جنګ کړل ، او دا هم يو روښانه حقيقت دی چي ديرغلګرو په شتون کي سوله تسليمي او له خپل متين او واقعي دريځ څخه هغه تنزل دی چي تاريخ به يې هير نکړي.
بيا هم که څوک پر کفارو او دهغوئ پر وحشتونو پټه خوله او دملامتيا ګوته اولس او طالب ته نيسي نو دراتلونکو ناخوالو پړه هم دهغه په غاړه ده، که له هر طرفه وژنه وي دی يې مسئول دی ، ځکه دی داشغال ملاتړی دی اشغال ته يې مشروعيت ورکړی ، او اشغال زموږ دخپل مينځي جنګونو ملاتړی او دهغه دتمديد عامل دی، نو نتيجه دا شوه چي دی ددې جنګو ملاتړی او حامي دی .
الله جل جلاله دي يو اسلامي ازاد او خپلواک نظام را په برخه کړي ، او الله جل جلاله دي په ټوله نړي کي اسلام او دحقي لاري لارويان سربلند، برلاسي او کاميابه کړي آمين يا رب العالمين .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي