برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د يمن په لويديځ کښې په لسګونو سعودي تيريګر ووژل شول

آریانانیوز: د المسيره خبري چېنل د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند يحيی سريع وويل، يمني ځواکونو پرون د ايتوار په ورځ د يمن د لحديده هوائي ډګر په شپاړس کيلوميټرۍ کښې د دښمن د عناصرو له پرمختګ څخه مخنيوے وکړ چې له امله يې شپېتۀ نور سعودي تيري ګر او تالي څټي هم ژوبل شول.
يحيي سريع زياته کړه، په دغه نښته کښې د دښمن زياته اندازه فوځي سازوسامانونه هم تباه کړې شول.
همدارنګ د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ د يمن د حجه صوبې د حيران په سيمو کښې د سعودي فوځيانو د غونډېدو په ځاے باندې توغندي او توپونو ګولۍ اورولې. چې له امله يې تيري ګرو ته د مال او سر سخت تاوانونه ورسېدل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي