برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پربندي مېرمنو باندي جنسي حملي

آریانانیوز: د بشري حقوقو نړيوال تنظيم په سعودي جيلونوکښې قيدو مرمنو ته د بجلۍ د شاټونو ورکولو ورباندي د جنسي حملو خبر ورکړ.


د بشري حقوقو د نړيوال تنظيم په نقل سره د پاکستان د خيبر نيوز ټي وي چېنل د رپورټ ترمخه د سعودي عرب په جيلونو کښې له بنديانو ښځو سره ناروا سلوک کيږي له هغوي سره جنسي زياتي کوي او په کوړو يي وهي ټکوي چې له هغو وروسته دغه قيدي زنانه د اودريدو او ګرځيدو جوګه نه وي
د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل يو رپورټ جاري کړے دے چې د هغه ترمخه د سعودي عرب جيلونوکښې قيد زنانو ته د بجلي شاټونه ورکولي شي او په هغوي باندي جنسي حملي هم کيږي.
د رپورټ مطابق په جيلونو کښې زنانه قېديانو ته داسي کوړي ورکولي کيږي چي هغوي بيا د اودريدو او ګرځيدو توان نه لري.
د خبري سرچينو مطابق د ايمنسټي تنظيم رپورټ مخي ته راتلو وروسته د برطانيي پارليماني غړو په رياض دباو اچولي چي هغوي ته تر دغو قيديانو مېرمنو پوري رسائي ورکړي شي.

شریک یي کړئ!