برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ایتوپیا کډوال: سعودي پوځیان هره ورځ پنځه کډوال وژني

آریانانیوز: ژغورل شوي افریقایي مهاجرینو څرګندوي چې سعودي ځواکونه هره ورځ پنځه کډوال په پوله کې وژني.


ژوندي پاتې شوي افریقايي د سعودي پوځیانو جنایتونه په ډاګه کړل او ویې ویل: سعودي پوځیان هره ورځ پنځه ایتوپیایی کډوال وژني.

د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې، د دغو کسانو په وینا، د سعودی پوله ساتو ځواکونو لسګونه ایتوپیایی کډوال په ډله ییزه توګه وژلی دی.

افریقایي ژوندي پاتې شوي یادونه کوي چې سعودي ځواکونو په لسګونو ایتوپیا کډوال ډله ایز شکنجه کړي.

د دوی په وینا د سعودي سرحدي ساتونکي په مستقیم ډول ایتوپیایی کډوال په جنګي ګولیو په نښه کوي او وژني.

المسیره هم یو مستند فلم خپور کړ چې په کې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شوي لسګونه افریقایي قربانیان ښودل شوي. دغه کسان د سعودي د سرحدي ساتونکو له خوا وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي