برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کورونا وېروس عربی هیوادونوته هم ورسېدل

آریانانیوز: درسنیوپه راپورورنود تېر کال وروستیو کې د چین وهان کې د پیدا شوي وېروس په اړه لاهم په نړۍ کې اندېښنې په ډېرېدو دي چې عربي نړۍ هم ترې خوندي نه ده او سعودي، اردن او مراکش ته له ایټالیا په دې وېروس یو-یو اخته کس ورغلی دی
په سعودي عربستان کې د روغتیا وزارت ویلي، په دې هېواد کې په کورونا وېروس یو کس ثابت شوی، چې ویل کېږي تونسی دی او له ایټالیا ورغلی دی
ځینې رپوټونه وايي، چې په کورونا اخته دغه کس له ایران نه د بحرین له لارې سعودي ته تللی دی
سعودي عربستان د کورونا وېروس له وېرې بهرنیانو ته د عمرې د وېزو ځنډول ځنډولي دي
د اردن د روغتیا وزارت هم ویلي، چې په کورونا وېروس یو اخته اردنی وګړی له ایټالیا ورغلی، خو وايي یو بل کس یې قرنطین کړی دی
په مراکش کې چارواکو ویلي، په کورونا وېروس یو اخته کس یې تشخیص کړی،‌ چې دا هم له ایټالیا هلته ورغلی دی
په قطر کې طبي ازموینو ښودلې چې د دوشنبې په ورځ یې په کورونا وېروس یو بل کس موندل شوی چې په دې سره په دېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر اوو ته رسېدلی دی
قطر له مصر نه دغه هېواد ته د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې پر ټولو ورتلونکو خلکو لنډمهالی بندیز لګولی دی.

شریک یي کړئ!