برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حج مراسم او د مسلمانانو سیاسي رسالت!

آریانانیوز: یادونه: د لیکنې په پای کې د هغو خلکو د ځواب لمن لیک هم راغلی چې وايي مطلق حاجیان دې د حج پر ځای له بې وسو او بې وزلو خلکو سره مرسته وکړي او حج ته دې نه ځي او دا خبره د همدردۍ له وجې نه کوي؛ بلکې د هغه حساسیت له مخې یې کوي چې دوی یې د اسلام له ارکانو سره لري.
سربېره پر دې چې حج یوه فریضه ده؛ بلکې د امت مسلمه د ټولنیز ژوند د ښېرازۍ او سمسورتیا له پاره تر ټولو ستره د تصمیم ګیرۍ مرجع هم ده.د اسلامي سیاست په ډګر کې د اجماع له پاره ښه مأخذ دی. ځینې نور مسؤولیتونه هم د حاجي صاحبانو په غاړه پراته دي.
د نړیوال سیاست د سرکشیو او یکتازیو د کنټرول، د امت مسلمه د محکومیت، مظلومیت او محرومیت د دلایلو سپړل او د حل لاره ورته پیدا کول، د استعمار د شومو هڅو له پاره یو قوت تشکیلول، د اسلامي نړۍ عمومي وضعيت څارل او ورباندې بحث کول، د نفتي زېرمو د ښه استخراج او ښه تعمیل او پروسیجر له پاره پلان جوړول، د الله تعالی په ځمکه کې د جهاد په ارزښت، د جهاد په اهمیت خبرې کول، د ځوان نسل د انحراف د مخنیوي له پاره اجماع ترسره کول او … هغه مسایل دي چې باید حاجي صاحبان ورباندې ناستې وکړي، جلسې دایرې کړي، تفاهم وکړي، په پای کې یو پرېکړه لیک جوړ کاندي او تش په نوم ملل متحد او استعماري هېوادونو ته یې واستوي او د نه منلو په صورت کې دې ښه دروند اخطار هم ورکړي.
کېدای شي دا خبرې اوس وخت کې له امکانه لرې وبريښي؛ خو دا باید ومنو چې موږ له بده مرغه لا هم اسلامي سیاست لکه څنګه چې باید زده او عملي کړی وای، نه دی مو عملي کړی، په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې مسلمه امت په دې اړه دومره له غفلت څخه کار اخیستی چې اوس یې بېرته ورته جبران ګران کار دی.
حج هغه فریضه ده چې مسلمان ته د دې فرصت ورکوي څو په کال کې یو ځل د ستر نړیوال اسلامي ائتلاف شاهد وي، داسې ائتلاف چې د پادشاه او رئیس لخوا نه؛ بلکې د الله تعالی له لوري را بلل شوی وي. په دې سپېڅلي مکان کې مسلمان د نړۍ له ۵ لویو وچو (قارو) څخه خپل نور مسلمانان ورونه ليدلی شي. چې هېوادونه، ژبې، رنګونه او نژادونه يې یو له بله توپیر لري او یوازې د اسلام او ایمان رشته ده چې دوی ورباندې یو ځای راغونډ شوي دي او واحد شعار يې نړۍ لړزوي چې :
( لبیک اللهم لبیک…)
دا په حقیقت کې یو اسلامي کنفرانس دی، د دغه کنفرانس جوړېدل د هر مسلمان د امیدونو غوټۍ غوړوي، او روح پکې تازه کېږي.د مأیوسۍ حالت ترې ورکېږي او یوه پیاوړې اراده پکې راژوندۍ کېږي، د امت دغه اجتماع او را غونډېدل په حقیقت کې د دښمنانو پر خولې یو مضبوط سوک دی، دا یو لوی حقیقت دی چې وری/مېږه هر کله له رمې ځنې را جلا شوه، لېوه ته یې ښکار او خوړل خورا آسان کار دی، له همدې وجې نه حج هم د داسې یو نړیوال کنفرانس نوم دی چې د ټول شرق او غرب د کفارو زړونه په خپلو شیش محلونو کې ور لړزوي خو دوی حال نه وايي، د دې حالت پایلو ته کفار له پخوا نه متوجه شوي وو او د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات ترسره شوي هم دي، دا اقدامات د مسلمان نما ګانو په وسیله ترسره شول او لا هم ترسره کېږي.
دا اجتماع هغې کُرې/آتش دان یا مَجمر ته ورته ده چې قومي او اقلیمي انګېرنې او شعاورنه په خپلو اورونو سره مړه کوي. او یوازې یو شعار پاتې کېږي چې (( انما المؤمنون اخوة)). لازمه ده چې په دغه اجتماع کې دې د اسلامي امت نخبه ګان، سیاستمداران، شنونکي، پوهان او عالمان سره راغونډ شي، او په داسې یو میکانیزم دې کار وکړي چې وکولای شي، اسلامي امت خپلو موخو ته د رسېدلو په برخه کې رهنمايي کړي.
ټولې هغه چارې چې د اسلامي امت له روان بحران سره تړاو ولري تر ټولو ښه د حل او مطرحه کولو ځای یې حج د بیت الله دی، که موږ خپل تېر تاریخ ته ځیر شو په دې ځای کې له جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعتونه وشول.خلفای راشدینو هم حج د ملاقاتونو او سیاسي مسایلو د حل لپاره تر ټولو مناسب ځای ټاکلی و او مثبته ګټه به یې ترې اخیسته.چا به چې شکایت لاره مخامخ به یې له أمیرالمؤمنین سره شریکاوه پرته له دې چې په منځ کې کوم خنډ واقع شي.
اې! ستاسو پام دی؟ د ټولې نړۍ په یوه امت یا ملت کې هم داسې یوه پدیده نه شته چې د هغه امت یا ملت غړي دې په نړيواله کچه کال کې یو ځل سره راغونډ شي، دا پديده یوازې په اسلام کې ده او دا محدودیت هم پکې نشته چې پلانکی او د پلانکي صفت خاوند به دلته ګډون کوي.دلته هر مسلمان کولای شي په خپله خوښه او هر وخت چې وغواړي او زمینه ورته مساعده شي ګډون وکړي.
دا یو تریخ حقیقت باید ومنو چې زموږ ډېری حاجي صاحبان حج ته روان وي او موخه هدف یې دا وي چې څنګه طواف وکړم؟ څنګه حجرالاسود ښکل کړم؟ په عرفات کې څنګه ودرېږم.کوم خوراک څخه ګټه واخلم، چېرته شپه وکړم او داسې نور… حال دا چې الله تعالی حج په مسلمانانو فرض ګرځولی تر څو هغوی راشي او خپلې ګټې هلته وویني.کله چې د کعبې په شاوخوا کې طواف کوي باید په دې پوه شي چې د امت مسلمه د راټولېدو محور یوازې یوه قبله ده، پنځه وخته لمونځ، الله او دین د ټولو یو دی او د ژوند کړنچاره یې یوه ده او مسلمه امت باید دا درک کړي چې یوازې د دوی وحدت او یووالی کولی شي غليمان او طواغیت په ګونډو کړي او د هغوی شوم ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.
حج یو داسې کنفرانس دی چې هر کال په هغه کې تقریباً ۲۰۰۰۰۰۰ – ۳۰۰۰۰۰ پورې مسلمانان راغونډېږي، که حکومتونه وغواړي چې داسې اجماع جوړه کا، نه یې شي کولای؛ خو د اسلام په سپېڅلي دين کې په یوې فریضې سره له تکلیف او ستونزو پرته دا اجماع په آسانۍ سره جوړېدای شي.د حج یوه فلسفه دا ده چې مسلمانان دلته سره راټول شي، خپلې ستونزې دې مطرح کړي، د اسلامي امت په روان حالت او د دې حالت په پایلو وغږېږي. یو او بل وپېژني. او یو تر بله نژدې شي که فرض کړو یو مسلمان په افغانستان کې ژوند کوي او بل د افریقا په سوډان کې. ته وا د دوی دواړو د ملاقات او لېدنې زمینه به چېرته برابره شي، او آيا دوی به په ژوند هم یو له بله سره وویني؟!
له بده مرغه باید ووایو چې له دې عظیمې او مهمې فریضې څخه څنګه چې لازمه ده د اسلامي امت د اصلاح او وحدت لپاره چا هم ګټه نه ده اخیستې، پر دې سربېره د داسې مجلسونو مخنیوی یې هم کړی چې په هغو کې څو تنه د بېلابېلو هېوادونو مسلمانان سره ناست دي او په روان بحران یې بحث او خبرې کړي دي.
اسلامي ټولنو ته د استعمار د رسوخ له عمده لارو څخه یو هم د جعلي قیادتونو تپل دي، دغه خود ساخته جعلي رهبران چې نن د اسلامي امت مشري ور په غاړه ده، د اسلام د دښمنانو نفوذي څېرې دي او هېڅکله به یې هم امت ته ګټه و نه رسېږي.
دا منو چې د حجاجو د روغتيا لپاره سلګونه امبولانسونه، الوتکې او روغتونونه جوړ شوي دي(دا خو احتمالي تدابیر دي)، دا منو چې حاجي صاحبانو لپاره د ژوند، خوب او خوراک عمده سهولتونه او آسانتياوې برابرې شوې دي؛ خو د حج فلسفه بیا داسې نه ده.یو د فریضې ادا کول دي او بل له دې سره په څنګ کې نور رسالتونه دي چې هر مسلمان یې په ادا کولو مکلف دی.د دغه رسالت د پر ځای کولو لپاره خو لومړی ذهنیت جوړونه هم لازمه ده. حاجي صیب باید د طواف، حجر الاسود د ښکلولو، عرفات کې د درېدلو په فلسفه ځان ښه پوه کړي، او پر حکومتونو هم دا لازمه ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلیو حاجي صاحبانو ته د ناستې، کنفرانس د دایرولو او عمومي محور کې یوې ګډې فیصلې ته د رسېدو زمینه برابره کړي او همدا د اسلامي حکومت دنده او مکلفیت دی.
د زړه له دردره باید ووایوچې نن په موږ هغه حالت راغلی چې د نړۍ په بل هېڅ ملت نه دی راغلی، ډېره د شرم وړ خبره ده، عراق مو ټوټه ټوټه شو، د شام هغه تاریخي حیثیت مو زیانمن کړای شو، سلګونه خویندې میندې مو بې عزته شوې، افغانستان دا دی ۱۷ کاله کېږي چې د صلیبي یرغلګرو تر اشغال لاندې دی.نور اسلامي هېوادونه هم دغسې در واخله؛ خو له مسلمانانو په ځانګړي ډول حاجي صاحبانو سره د دوی غم نشته، که په چا کې وي هم فیصدي يې لږه ده، او آن مسلمانان حق نه لري چې د اسلامي سیاست په اړه محض خبرې وکړي، د اوضاع تحلیل خو لا په ځای پرېږده
په داسې یو حالت کې چې زموږ حجاج د حج په اسلامي سیاسي فلسفه خبر نه وي، او که خبر وي هم حکومتونه یې د فعالیتونو مخه نیسي نو موږ به د مسجد الاقصی د آزادولو تمه او امید له چا څخه وکړو؟؟!
ولې حجاج د افغانستان، شام، عراق، یمن او نورو هېوادونو په اشغال سترګې پټوي؟یا ولې په دې اړه چوپه خوله دي؟خپل مسؤولیت یې سم نه دی پېژندلی، د حج په فلسفه نه دي پوه شوی که حکومتونه یې داسې فعالیتونو ته نه پرېږدي؟؟
ولې حاجي صاحبان د استعمار، سیکولریزم، فیوډالیزم، صهیونیزم پر وړاندې اتحاد ته نشي رسېداى؟
ولې د بیت الله شریف په منځ کې څوک د سیاست په اړه بحث نشي کولی؟
حج د فریضې او ځانګړو مراسمو نوم دی شک نشته؛ خو ډېر نور کارونه هم باید په دې وخت کې وشي چې متاسفانه اوس نه ترسره کېږي.ان تر دې چې د جهاد او قتال په اړه رانازل شوي آیتونه هم څوک د خاص هدف د تعقیب لپاره په عام محضر کې خلکو ته د ښه ذهنیت ورکولو په نیت نه شي تلاوت کولای
تاسو وګورئ
د بعثت په یوولسم او دولسم کالونو کې د کفارو بیعتونه
د خلفای راشدینو نه وروسته د اموی خلافت ټینګښت، د عباسیانو خلافت، عثماني خلافت دا ټول چې تاسې وګورئ د قایمېدو لومړني څرکونه یې د حجاجو په همنظرۍ او فکري اتحاد کې پیدا کولای شئ.
اسلامي حکومت نه د آل سعود غوندې سلطه میراثي ګڼي او نه د دموکراسۍ په شان حکومت هر خس او خاشاک ته سپاري.
اسلام نه دیکتاتوري مني نه ډیموکراسي
لمن لیک:
افغانانو! حج ته مه ځئ؛ له فقیرانو او مسکینانو سره مرسته وکړئ
دا هم د هغو کسانو منطق دی چې ځانته د ماډرنیزم سرلاري وايي او د سیکولریزم د نظریې نخبه ګان هم دوی دی.
هلکه! چې یو مسلمان خپله ټوله هستي او ټولې پیسې هم ستاسو په خوله؛ پر فقیرانو او مسکینانو ووېشي د فرضي حج حکم یې نه شي ساقطتېدای.
بله واوره!
همدا څه وخت مخکې په روسیه کې د فوټبال مسابقه وه او نړیوال جام لپاره رقابت و، د لوبې لپاره له افغانستان څخه لس زره کسان هلته تللي وو چې ټول د لوړ پوړو خلکو زامن او نژدې کسان وو. له هغې د مخه د کرکټ لوبه وه، په دوبۍ او هندوستان کې چې ترسره کېده نو زرګونه کسان به له دې ځایه ورتلل، د دواړو ډلو مصارف چې وسنجوې لویه سرمایه ترې جوړېږي. حیران تاته نه یم چې ولې هغه مهال ړوند او کوڼ یې او اوس دې د فقیرانو دوستي ته ملا تړلې ده!
د یوې حکومتي سرچینې له قوله تېر کال ۱۳۹۶ له افغانستان څخه منځنۍ آسیا، ترکیې، دوبۍ او نورو هېوادونو ته یوازې د سیاحت له پاره شاوخوا یو میلیون ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو سفرونه کړي دي.فرض کړو هره یوه په اوسط ډول ۲۰۰۰ ډالر مصرف کړی وي نو ټولټال یې له میلیاردونو افغانیونو څخه هم پورته ځي.
یوازې په کابل کې شاوخوا ۳۶۰ د ودونو هوټلونه دي، هره شپه پکې ودونه وي، د یوه پر ځای دوه او درې ودونه پکې کېږی.هر واده کې په اوسط ډول ۴۰۰۰۰(حد اقل) او په ځینو حالاتو کې خو لکونه ډالر هم مصرف کېږی.چې دا ټول وسنجوئ لکونه ډالر او میلیاردونه افغانۍ هره شپه په کابل کې بې ځایه مصرفېږي.
د کابل ښار شهر نو او وزیر اکبر خان یا… سیمو کې همدا سږ کال د حقې روژې میاشت کې د ډمانو او فحاشانو لسګونه کنسرتونه اجرا شول، زرګونه کسانو ټکټ اخیستی و او ګډون یې پکې کړی و. زرګونه زره ډالر مصرفونه وشول.
د طلوع په ګډون د رسنیو ځینې پروګرامونه رقابتي سیستم سره عیار شوي دي او له دې لارې سلګونه ځوانان د هنر او سندرو سره د شوق په پلمه بې درېغه پیسې مصرفوي.
د وزارتونو د انکشافي بودیجو پیسې د آمرانو او مشرانو جېبونه ته ځي،په ډېر لږ ګراف کې مصرفېږي.د پارلمان وکیلان، نظامي منسوبین او لوړ رتبه حکومتیان معمولاً هره پنجشنبه بهر ته سفرونه کوي. د سیاحت په نامه لسګونه زره ډالر د حکومتي منصب له آدرسه مصرفوي. د دسترخان بې درېغه مصرف خو یې مه یادوه.
د خیریه مؤسساتو او بنسټونو په نامه چې کومې مرستې کېږي زیاتره د غټ خېټو عیاشو او شرابیانو جېبونه ته لوېږي د چا پلار یې هم پوښتنه نه شي کولای.
یو کس دی په لږ کار او ټيټ فزیکي فعالیت سره پنځه لکه افغانۍ معاش لري خو یو معلم بیا ۶ زره افغانۍ معاش لري، هغه هم درې میاشتې وروسته ورکول کېږي.
ډېر داسې حکومتي نظامي منسوبین شته چې په قانوني لحاظ ۳ یا ۱۰ ساتونکو ته یې اړتیا وي، خو عملاً د حکومت په امتیازاتو او معاش سره له ۱۰۰ ډېر ساتونکي لري او ډېر د مرمۍ ضد موټر یې په خدمت کې دي.مانا د ولس په نامه دغه ځناور هغه څه کوي چې اصلاً یې د ترسره کولو حق نه لري.
داسې لسګونه نور موارد دي چې باید نقد شي، مخنیوی یې وشي، پر وړاندې یې اواز اوچت کړل شي، مخالفت یې وشي، سرچینې پرې بندې شي؛ خو سیکولر بیا قصداً پر هغوی سترګې پټې کړې وي او یوازې یې د مؤمنانو دغې فریضې او مهم اسلامي رکن ته څلور سترګې نیولي وي.د ټول کال ۱۲ میاشتو په جریان کې یوازې د حج او لوی اختر پر مهال د ټولنې فقیر او بې وسه قشر ته د دوی پام شي نور نو په درست کال ړانده کانه وي چې د مظلوم یا فقیر غږ لا واوري.
که خبره د پورته مسایلو مطرح کړې درته وايي چې د نورو خلکو په کارونو کې باید کار و نه لرو، او بله دا چې جرم شخصي عمل دی، هر څوک پوه شه او خدای یې زموږ یې پرې څه!؟
خو چې وخت د حج د مراسمو شي اول د واره همدا د ۳۰ کولرې بچی پر حجاجو ور ځغلي او د فرضي عمل اړخونه نقدوي.
آیا یوازې د الله تعالی د حدودو او احکاماتو پر مهال د فقیرانو او مسکینانو سره همدردي دوی ته ور یادېږي؟
حج خو د اسلام له پنځو بنسټونو څخه یو پوخ او مهم بنسټ دی او الله تعالی يې په اړه فرمايي:
وَلِلهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیهِ سَبِیلًا ؕ وَمَن کَفَرَ فَاِنَّ اللهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِینَ
او د مشکات شریف د یوه حدیث محتوا داسې ده که چېرته یو مسلمان حج ته د تللو ټول اسباب او شرایط پوره کړي خو بیا هم حج ته ولاړ نه شي او الله تعالی یې پروا نه ساتي چې دا کس به یهودي ومري که عیسايي.
د متعصبو او ړندو ۳۰ کولرو یو نقد دا دی چې د حاجیانو پیسې د عربو جېبونو ته ځي، په داسې حال کې چې د یادو پیسو لویه برخه په خپله د افغانستان حکومت او هوايي شرکتونو آدرس ته ور رواني دي. دوی ولې داسې ړانده دي؟
جالبه ده :
که یو څوک د خپل زوی یا وراره په واده کې میلیونونه افغانۍ هسې مصرفې کړي نه فقیر د چا په یاد وي نه مسکین. که د افغانستان ملي سوداګر له تاجکستان څخه فاحشه او رقاصه راولي او د کنسرتونه په نامه یې ګډوي او ځوانان ګمراه کوي او بې ځایه پیسې مصرفوي او دا یو فرهنګ ګرځېدلی وي نو په ټولنه کې هېڅ نه فقیر شته نه مسکین؛ خو چې حاجي صاحبان د الله تعالی د امر پر ځای کولو ته ور روان شول بس بیا ټوله ټولنه فقر ونیسي، د ګاوڼدیو په حقوقو به هم درته مقالې او پړپړې کتار کړي.
داسې هېڅ فقهې مسأله هم نه شته چې په ټولنه کې د فقر د شتون له امله دې د فرضي حج حکم ساقط شي.
یادونه: تاسو اصلاً ټول سیستم نقدوئ. که د ځینو حاجي صاحبانو پر دویم او درېم حج په مناسب انداز سره په خپل وخت نقد وشي نو دا د تأمل وړ ځکه ده چې فرض خو یې پخوا له غاړې ساقط شوی نو دا دویم او درېم ځل حج که و نه کړي لویه ستونزه نه جوړېږي. او داسې نور موارد. خو موږ پوهېږو چې ستاسو عقده له څه شي سره ده او ستونزه مو له سیستم سره ده که له افرادو سره یا د افرادو له کړنو سره!!
لاس مو خلاص توره مو تېره، سهار او ماښام یې ډنګوئ ولاکه مو په خوله څوک پیاز لا سپین کړي،تاسو او ستاسو وایروس وهلي نظریات اصلاً زموږ په ټولنیز ژوند کې کارونه نه لري. ځئ کومه بله ټولنه درته پیدا کړئ چې هلته آزاد فعالیت او حرکت درته میسر وي.
درنښت.
د یوه سر لوړي، متحد او پیاوړي اسلامي امت د لېدلو په هيله. پای

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي