برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حاجیان به د جمعې په ورځ خپل هیواد ته ورستانه شي

آریانانیوز: د حج و اوقافو وزارت وايي، د راتلونکې جمعې له ورځې به افغانستان ته حاجیانو د راستنېدلو بهیر پیل شي.



د دې وزارت ویاند ناصرالدین دریځ وايي، ټاکل شوې چې د زمری په ۲۵مه د ۳۰ زره افغان حاجیانو له ډلې لومړۍ جوپه هېواد ته راستنه شي
د دریځ په خبره د افغان حاجیانو د راستنېدلو بهیر به ۲۵ ورځې ونیسي، په داسې حال کې چې پخوا به هر کال د دوی په راستنېدلو ۳۵ ورځې وتلې مګر اوس دا بهیر رالنډ شوی دی
سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته تللي وو چې ټول ټال مصرف یې ۸۳ میلیونه ډالر اټکل شوی دی
وزارت که څه هم دا وار د حج ټکټ راکم کړی و خو ګڼو حاجیانو رسنیو ته په استولیو تصویرونو کې له افغان حکومت شکایت کړی دی چې د حج لپاره یې لازمې اسانتیاوې، ښوونکي او خواړه نه وو ورته برابر کړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي