برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحاجیانو د ستنیدلو بهیر پیلیږي

آریانانیوز: د حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج مراسم پر ځای کړي او د دغو مراسمو پر مهال یوازې اته حاجیان د ناروغیو له امله وفات شوي دي



د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ وویل چې ټاکل شوې د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ د روانې اونۍ له شنبې یا یکشنبې پیل شي
ښاغلي دریځ وویل ” سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي”
سږکال دیرش زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو
ټاکل شوې د سعودي عربستان څخه به د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر د کام ایر هوايي شرکت د الوتکو له لارې په ۲۵ ورځو کې بشپړ شي
همدا رازد حج او اوقافو وزارت وايي چې د سعودي عربستان د جدې له ښار څخه به افغان حاجیان په کابل سربیره دهرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو ته هم واستول شي
سږکال د حج پر مراسمو هر حاجي شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالره مصرف کړي دي
د تیرو کلونو په څیر سږکال هم یو شمیر حاجیانو د حج د مراسمو پر مهال د حکومت له خوا د هغوی د اوسیدو لپاره د برابرو شوو سهلتونو د بڼې په اړه شکایتونه کړي دي

شریک یي کړئ!