برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د یمن په حاجیانو باندې د ریاض د سخت ګیریو په وړاندې د صنعا اعتراض

سعودي عربستان نه یوازې په یمن برید کړی او محاصره یې کړی بلکې د یمنیانو د حج په اړه هم ډیر سخت ګیري لري .


په دې اړه د یمن د ملی نجات په حکومت کښې د حج او عمرې د برخې مشر«عبدالرحمن النعمی» وویل، سعودی رژیم سږ کال یوازې یوولس زره یمنی حاجیانو ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازه ورکړې ده او په بدل کښې یې ډیری شرایط او خنډونه، په شمول د 65 کلونو څخه کم عمر، د عدن څخه د پاسپورت اخیستل (د ریاض تر نظارت لاندې د یمن د استعفا شوي حکومت مرکز) او د حج په لګښت کې 100 سلنه زیاتوالی وضع کړي دي، چې دا لګښت اوس ۱۶۰۰۰ سعودي ریالونو (شاوخوا ۴۰۰۰ ډالرو) ته رسېدلی دی.

د صنعا د ځمکني ټرانسپورټ د ادارې مشر ولید الوداعي هم وویل چې د حاجیانو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانستلو پلان وړاندې شوی و خو سعودي ائتلاف رد کړی دی. ایتلاف یمني حاجیان مجبور کړل چې د یمن له نهو ولایتونو څخه تېر شي او د وړاندیز شوي ۵۱۳ او ۲۸۷ کیلومترو پر ځای ۱۴۰۰ کیلومتره سفر وکړي.

د صنعا د هوايي ډګر مدير خالد الشيف هم ويلي دي چې د يمن په خلاف د جنګ له شروع کيدو مخکې لس زره حاجيان يوازې د صنعا د هوايي ډګر له لارې حج ته تلل. د حج لپاره د صنعا له هوایی ډګر څخه د الوتنو د پیلولو مسله په دې وروستیو کلونو کې نه ده راپورته شوې ځکه چې سعودي ایتلاف د دې هوایی ډګر په تړلو ټینګار کوي.

د اپریل په دوهمه د ملګرو ملتونو استازي په یمن کې د دوه میاشتني اوربند او د ځمکنیو، سمندري او هوايي بریدونو د درولو او د الحدیده بندرونو ته د 18 تیل وړونکو کښتیو د ننوتلو اسانتیا او د صنعا هوایی ډګر ته د ځانګړو ځایونو څخه د اونۍ الوتنې جواز ورکولو او برعکس اعلان وکړ.

هانس ګروندبرګ د اوربند د مهال ویش له پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې په یمن کې ښکیلو خواو د اصلي موافقې په شان ورته شرایطو سره موافقه کړې او دا چې اوربند به د نورو دوو میاشتو لپاره وغځول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي