برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحاجیانو د ستنیدلو بهیر پیلیږي

آریانانیوز: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ وویل چې ټاکل شوې د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ به د را روانې اونۍ په سر کې د شنبې او یا یکشنبې په ورځو پیل شيښاغلي هغه زیاتره کړه ” سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي”.
سږکال دیرش زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
ټاکل شوې د سعودي عربستان څخه به د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر د کام ایر هوايي شرکت د الوتکو له لارې په ۲۵ ورځو کې بشپړ شي.
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد بهیر د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۰ مه پیل شوی وو، چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډلې ته جمهور رئیس محمد اشرف غني د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې مخه ښه ویلې وه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د سعودي عربستان د جدې له ښار څخه به افغان حاجیان د کابل سربیره دهرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو ته هم واستول شي.
دا وزارت وايي، سږکال د حج پر مراسمو هر حاجي شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالره مصرف کړي دي.
د تیرو کلونو په څیر سږکال هم یو شمیر افغان حاجیانو د حج د مراسمو پر مهال د افغان حکومت له خوا د هغوی د اوسیدانې لپاره د برابرو شوو سهلتونو د بڼې په اړه شکایتونه کړي دي.
خو د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د تیرو کلونو پرتله د افغان حاجیانو د اوسیدانې لپاره يې ډیر سهلتونه برابر کړي وو.
په دغو سهلتونو کې افغان حاجیانو ته د لارښونې او د لیږد په برخه کې اسانتیاوې هم شاملې وې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وینا له مخې سږکال د افغان حاجیانو سره د مرستې لپاره شاوخوا اوه سوه ناظمان او ښوونکي، اتیا مفتیان او ۶۰ ډاکټران په کار ګمارلي وو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد له پیل څخه تر تیرې ورځې ( زمري ۲۲ مه) پورې پنځلس زره افغان حاجیانو ته روغتیايي خدمتونه هم برابر شوي دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي