برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمنصورهادی شتون دعربستان په ظهران غونډې کې یوه ملنډه

دیورپوټ له مخی د یمن دانصار ا… ولسی مبارز غورځنګ ویندوی محمدعبدالسلام وئیلی دی ، د یمن تښتیدلی او مستعفی شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د عربستان په ظهران کې د عربانو په سرمشریزې غونډې کې ګډون کوی ، چې دیمن پر مهمې او ا رزښتمنې موضوع بحث وکړی او نور په یمن کې د انسانی اوسیاسی حل لارې لپاره د هغه لیدتوګې واوری او نظر پرې څرګند کړی ، چې دا یوه ملنډه او مسخره ده او منصور هادی ته په بلنې سره ئې ځانونه شرمولی دی . هغه وئیلی چې منصور هادی په دغې ناستې کې یوازې څوکۍ نیولې او دنورو خبرې ئې آوریدلی دی .
عبدالسلام زیاته کړې یو د اسې رواوالی چې دهغه په خاطر جنګیږی، او څه دپاسه پنځویشت میلیون یمن وال ئې د ژوند له خطرو سره مخامخ کړی دی ، درست هیواد ئې په سترو کنډوالو بدل کړی او ظالمانه کلابندۍ ئې اجرا کړی دی ، چې یوه څوکۍ وساتی او دمنصور هادی په څیر یو کس پرې کیښناوی چې د یمن ځای پرې ډک کړی . هغه زیاته کړې درسته نړۍ ګوری چې عربی اتحادیه هم د ځینو نورو نړیوالو اورګانونوپه څیر د عربستان یوه لوبتکه شوې او دعربی نړۍ په ګټه هیڅ ډول فعالیتونه نه ترسره کوی.
له دې سره په یووخت د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوی داؤد شهاب په عربستان کې د عربانو دسرمشریزې په باب وئیلی دی ،دقدس آزادی د پایزې اعلامیې له خپریدو زیات ، دهغه د نجات او دحیثیت دبیرته ورستنولو لپاره اغیزمنو او واقعی ګامونو ته اړتیا لری ، چې عربستان هیر کړی دی . او عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو له صهونیست رژیم سره په اړیکو عادی کولو سره اسرائیلو ته دا فرصت ورکړی دی ، چې دفلسطین دمظلوم ملت نیواک او دقدس دبرخلیک نه ټاکل کیدا ته هماغه راز دوام ورکړی، چې ډیره دافسوس خبره ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي